د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۳۴

ایران په افغانستان کې له شخړو ناوړه ګټه اخلي


امریکایي چارواکي وایي، د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان په یوه زندان کې د امریکایي عسکرو له خوا د قران کریم د نسخو د سوځیدو د خبرو له خپریدو څخه څو ساعته وروسته، ایران په افغانستان کې خپلو ایجنټانو ته په پټه دستور ورکړ، چې د خلکو احساسات را وپاروي، په کابل او لویدیځو ولایتونو کې شخړې جوړې کړي، خو د ایراني اجنټانو او سیمه ایزو پاروونکو هلې ځلې تر ډېره حده ناکامه شوې او شخړو زیات دوام ونه کړ.

په داسې حال کې چې ناټو حکومتونه د ایران په اټومي تاسیساتو باندې د اسرائیلو د احتمالي حملې غبرګون ته چمتو شوې، په افغانستان او نورو هېوادو کې د شخړو رامنځ ته کولو په کار کې د ایران د لیوالتیا او توان مسله یي تر عاجلې کتنې او څيړنې لاندې نیولې ده.

د امریکا یو حکومتي چارواکی وایي، په کابل کې د ایران سفارت د امریکا پر ضد د خلکو د احساساتو په راپارولو کې ډېر فعال دی، خو دا نه ده معلومه چې د قران کریم د نسخو له سوځيدو وروسته شخړو کې، ایران په خپله خپل پاروونکې فعالیتونه محدود کړل او که ویي نشو کړاي چې شخړې زیاتې کړې او نورتاوان هم واړوي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان ایلن څه موده وړاندې د کانګرس استماعیه غونډې ته ویلي و:

“ایران په افغانستان کې د وسله والو ملاتړ کوي او په دې هېواد کې د شخړو اور ته لمن وهي.

زموږ په فکر، که ایران وغواړي نورې ورانۍ هم کولای شي. دوي دا کار نه کوي او موږ یي فعالیتونه او اړیکې له نږدې څارو.”

افغان او امریکایي چارواکي وایي، د افغانستان په شخړو کې د ایران د لاس وهنو شواهد د هرات ولایت په مظاهرو کې په ډاګه شول چې د قران کریم د نسخو د سوځيدو پر ضد شخړو کې یي د خلکو احساسات را پارول . پدي شخړو کې ۷ کسان مړه او ۶۵ نور ټپیان شول.

دا شخړې هغه وخت خونړۍ شوې چې د مظاهره کوونکو له منځ نه د پولیسو د مهماتو پر یوه موټر ډزې وشوې او وچول شو.

د ایران حکومت په افغانستان کې د شخړو رامنځ ته کولو تورونه ردوي، خو امریکایی چارواکې ګوري چی ایران په منځنې ختیځ او جنوبي آسیا کې د خپل نفوذ او لاس وهنو د زیاتولو هڅې کوې.

ایران د یمن وسله والو او سیاسي مخالفانو ته وسلې استوي او په سوریې کې د بشار الاسد حکومت ته هم وسلې او مشورې ورکوې.

رویترز لیکې: ایران له اوږدې مودې راهیسي د افغانستان د حکومت د پالیسۍ د ګډوډولو هلې ځلې کوې. ایران غواړي په افغانستان کې په دېره امریکایي ځواکونو حملې وکړې او ددغه هدف لپاره طالب وسله وال تر ټولو ښه میکانیزم یا وسیله ده. ایران په عین کې زیات لیواله ندی چی طالبان دي واک ته ورسیږي.

د ایران زیاتې هلې ځلې او مهم کار دادی چې افغان حکومت وهڅوي له امریکا څخه مخ واړوي. ددغې ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره د ایران حکومت جمهور رئیس حامد کرزي ته نغدي پیسې هم ورکوي.

د امریکا یو استخباراتې چارواکی وایي، ایران له اوږدې مودې راهیسي په افغانستان کې د اقلیتونو ملاتړ کوي او دغه راز د شیعه علمي موسسو او خبری رسنیو د ملاتړ له لارې هم خپل نفوذ زیاتوي.

ایران دا مهال په کابل کې لږترلږه اته ورځپاڼې ، زیات شمېر راډیو ګانې او تلویزونونه تمویلوي.
XS
SM
MD
LG