د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

په لاهور کې د افغانستان دلاسي توکیو او خوړو نندارتون جوړ شو


د پاکستان په پنجاب صوبه کې په لومړي ځل د افغاني صنایعو او خوړو نندارتون جوړ شو. د افغاني خوړو او لاسي صنایعو له دغه څلور ورځني فستیواله ، چې د لاهور په اواري نومي پنځه ستوريز هوټل کې جوړ شو د ځايي خلکو او په لاهور کې دیره افغانانو ترڅنګ ګڼ شمیر بهرنیو سیلانیانو لیدنه وکړه او په سټالونو کې ايښودل شوي لاسي توکي او هم افغاني خواړه يې وستايل.

د اواري هوټل دعامه اړیکو مسوولې مدیحه ملک ازادي راډيو ته وویل، چې په دغه فیستیوال کې ددوی له تمې څو وارې زیاتو خلکو ګډون وکړ او ډیری پاکستانیانو په راتلونکي کې هم د دې لړۍ د جاري ساتلو غوښتنه وکړه :

”له څو کلونو راهیسې ګورو چې دلته د افغانستان په باب خلکو ته یومخ بدل تصویر ښوول کیږي، افغانستان یعنې طالبان، جنګ جګړې، ناپوهي، جهالت، وروسته پاتې والی او داسې نور.

موږ یوه هڅه وکړه څو خلکو ته وښايو چې افغانستان ډیر زوړ تاريخ او غني کلتور لري، افغانانو ډیر پرمختګ کړی. ددوی لاسي صنایع لکه غالۍ او نور، افغاني خواړه، اصیله افغاني موسیقي او د میلمه پالنې نمونې مو خلکو ته وړاندې کړې. خلکو دا هرڅه ډير خوښ کړل او زموږ له تمې او اټکل څو وارې زیات خلک ورته راغلل.

نوموړې وايي، تر اوسه يې د په لسګونو هیوادونو د لاسي توکیو او خوړو فیستیوالونه دایر کړي خو په خبره يې د ډيرو پرمخ تللیو او سوکاله هیوادونو په نسبت افغاني خواړه او لاسي توکي د خلکو د زیاتې پاملرنې او خوښې وړ وګرځيدل.

دلاهو دکنګ اډورډ طبي پوهنتون دڅلورم کال افغان محصل مزمل خان، چې دې فیستیوال ته ورغلي وو، له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ډول فیستیوالونه نه یواځې نورو ته د خپل غني کلتور د ورپيژندلو بلکې د هیواده بهر لوی شویو افغانانو لپاره یو ګټور ګام وباله :

”په پاکستان کې زیږیدلی او را لوی شوی یم، ټولې زده کړې مې د پاکستان په تعلیمي ادارو کې کړي، تر ډيره له خپل اصلي فرهنګ، دودونو او نورو نه ناخبره یم، خو نن چې مې دلته د خپل کلتور ځینې نمونې ولیدې ډير خوشحال شوم.

دلته په لاهور کې د ایران فرهنګي په کال کې څو وارې دغسې نندارتونونه دایروي، په داسې حال کې چې په لاهور کې د ایرانیانو شمیر دنشت برابر دی، خو له بده مرغه موږ له دې هرڅه بې برخې یو”

دغه څلور ورځنی فیستیوال، چې په اسلام اباد کې د افغانستان دلوی سفارت په همکارۍ دایر شوی و د دوشنبې په ورځ د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسید.
په اسلام اباد کې د افغانستان دلوی سفارت کلتوري آتشه زردشت شمس چې د سفارت په استازيتوب يې د پرانستې په مراسمو کې ګډون کړی و دغه ډول هڅې د نورو ګټو ترڅنګ د دواړو هیوادونو او ولسونو په رانژدې کولو کې یو ښه پرمختګ وباله :

”له کلتوري لارو کولی شو د دواړو لوریو ترمنځ فاصلې راکمې او پياوړې کړو، ځکه چې کلتوري هڅې یواځې او یواځې د سولې، مینې او ورورلۍ پيغام لیږدوي.

د سرحدي سیمو د ولسونو ترمنځ خو هسې هم ډير نژدیوالی موجود دی، خو په لاهور کې ددا ډول فستیوال په رښتیا هم چې د خوښۍ خبره ده”

نوموړی وايي لاهور په پاکستان کې یو ځانګړی تاریخي او سیاسي اهمیت لري او داچې ددې ښار په یوه پنځه ستوریز هوټل کې د افغانستان کلتوري نندارتون جوړیږي دا د ټولو افغانانو لپاره ډیر د خوښۍ ځای دی.

شمس وايي، د افغانستان سفارت په نژدې راتلونکي کې په اسلام اباد کې هم د ورته فیسیتوالونو او نندارتونو تابیا کړې، چې ډير زر به د څو پاکستاني پوهنتونونو په همکارۍ دایر شي.

په لاهور کې د افغاني خوړو او لاسي توکیو نندارتون په داسې حال کې دایریږي، چې د څو زره کلومتره ګډې پولې په لرلو لاهم د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي اړیکې خړې پړې او فاصلې زیاتې دي.

تمه کیږي، چې کلتوري هلې ځلې به د دواړو دولتونو ترمنځ په اړیکو کې دخړپړتیا په لرې کولو او د ولسونو په رانژدې کولو کې ګټورې ثابتې شي.
XS
SM
MD
LG