د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۸

ارغندیوال:ترکي سوداګر دې په افغانستان کې پانګونه وکړي


په داسې حال کې چې اوس مهال امنیتي ستونزې د بهرنیو پانګوالو لپاره یو لوې خنډ بلل کیږي، افغان دولت هڅه کوي، چې هېواد ته بهرنۍ پانګونه را جذب کړي.

د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغندیوال چې د دوشنبې په ورځ یي په کابل کې د افغان ـ ترک د دوهم نړېوال نندارتون په پرانیستو مراسمو کې وینا کوله وویل، چې افغانستان د بهرني پانګونې لپاره مناسب هېواد دی او ترکي سوداګر کولای شي، په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان چې نه لاس وهلي کانونه لري حق لري، چې په ایستلو سره یي اقتصادي حالت پیاوړي کړي:

"موږ د ترحم وړ نه یو، دا زموږ حق دی، چې د نړۍ له ملتونو سره باید معامله ولرو، دلته زما د خبرو جهت ترکي سوداګرو ته دی، دوي باید د افغانستان د پرمختګ لپاره په کانونو کې پانګونه وکړي او خپله سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي.

افغانستان ستاسې دوهم هېواد دی راشئ په خپل هېواد کې کار وکړئ."


د افغان ـترک سوداګرو او صنتعکارانو دوهم نړېوال نندارتون د دریو ورځو لپاره په کابل کې پرانیستل شو، چې په دې نندارتون کې پنځوس شرکتونه ګډون لري، چې پنځلس یي ترکي او پاتې نور افغاني دي.

په دې نندارتون کې د افغان او ترکي سوداګرو له خوا بېلابېل محصولات لکه غالۍ، مبل فرنیچر، بېلابېل ماشینونه، خوراکي توکي، وچه میوه، جامې او الکترونیکي وسایل نندارې ته ایښودل شوي.

په دې مراسمو کې په کابل کې د ترکیي سفیر باسات اوزترک افغانستان او ترکیه د جغرافیايي موقیعت له پلوه مهم وبلل او ويي ویل، چې دواړه هېوادونه کولای شي، خپل محصولات تر اروپایي او اسیایي مارکیټونو ته ورسوي.

نوموړی وایي، چې هېواد به یي له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته هم له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي:

"زه نه غواړم دلته د دیپلوماسۍ په ډول ووایم، بلکې له زړه نه غواړم ووایم چې موږ به له دوه زره څوارلسم میلادی کال وروسته هم له تاسې سره پاتې شو او هیڅ ځای به لاړ نشو، ترهغه پورې، چې موږ افغانان وروڼه غواړي موږ به ورسره پاتې شوو"

دمګړۍ افغانستان له ترکیي سره درې سوه میلیون ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه لري، چې له دې څخه دوه سوه پنځه اویا افغانستان ته د ترکیي صادرات او پاتې پنځه ویشت میلیون ډالره له افغانستان څخه ترکیي ته صادرات تشکیلوي.

راپور: ذکیه غیاثی نذیر
XS
SM
MD
LG