د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

په افغانستان کې ناټو ته داکمالاتو په برخه کې ستونزې


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اکمالاتو او په دې اړه په پاکستان موجودو فشارونو ته ځانګړې کړي دي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکملاتو په برخه کې پرتو ستونزو ته په اشارې لیکلي، چې امریکا د پاکستان په وړاندې په متبادلو لارو چارو غور کوي.

ورځپاڼې د امریکا د ځینو پوځي چارواکو په حواله لیکلي، که پاکستان د ناټو اکمالاتو ته خپلې لارې پراننیزي، د هند او منځنۍ اسیا د متبادلو لارو نه به کار واخستلای شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا په متبادلو لارو غور وروسته له هغې پیل کړ، چې تیره اونۍ له پاکستان سره یی خبرو مستقیمې نتیجې ورنکړې.

خو ورځپاڼې په خپله تبصره کې لیکلي، چې دا دواړه متبادلې لارې د پاکستان په پرتله ګرانې پرې وځي، حال دا، چې امریکا د خپلو پوځي لګښتونو د کمولو په لټه کې دې.

ورځپاڼې یوه سپارښتنه دا کړې، چې په امریکا د پوځي لګښتونو د کمولو یوه لار افغانستان ته د پوځي ټکنالوژۍ رالیږدول او دلته د ځینو پوځي تولیداتو پیل دې.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک دې مسئلې ته ځآنګړې کړې او لیکلي، که پاکستان د ناټو اکملاتي لار خلاصه نه کړي، نو امریکا به پر هند تکیه وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان له لارې د ناټو د اکمالاتو بیا پیل ځکه ګران بریښي، چې ددغه هیواد حکومت دا مسئله خپل پارلمان ته راجع کړې او له بل لوري پاکستاني طالبانو بیا خبردارې ورکړې، که پارلمان ددې لارې د پرانستلو پریکړه وکړي، نو غړي به یی په نښه کړي.

خو ورځپاڼې د پنټاګون د یو چارواکي په حواله، چې د کانګرس یوې فرعي کمیټې ته یی وینا کوله لیکلي، چې د هند لاره نه یوازې ګرانه بلکه خورا حساسه هم ده.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا پاکستان ته د امریکا د پوځي چارواکو یو بل خبردارې راخستې او لیکلي، چې په افغانستان کې ددوی په ځواکونو د پاکستان له خاورې کیدونکي بریدونه د منلو وړ ندي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا پوځي چارواکي دا د اسلام اباد دنده ده، چې د دا ډول حملو مخنیوې وکړي.

ورځپاڼې ددغو چارواکو په حواله دا هم لیکلي، که پاکستان دې خبرداریو ته پام ونکړي، نو امریکا به پر یو لړ اقداماتو غور وکړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم پاکستان ته د امریکا دا خبردارې راخستې او لیکلي، چې دا به ښه وي، چې پاکستان له خپلې خاورې ددغو حملو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا پوځي چارواکي په پاکستان کې د وسله والو خوندي پټن ځایونه او له هغوې نه موجود ملاتړ د افغانستان راتلونکې ثبات او د ناټو ماموریت لپاره یو ستر خطر بولي.

محور نا دولتي ورځپاڼې د امریکا د پوځي چارواکو دې خبرداري ته په اشارې لیکلي، چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د نا امنیو ریښو ته اوبه ورکوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا لخوا دا خبردارې پداسې حال کې ورکړل شوې، چې په افغانستان کې پسرلې، چې د جګړې موسم دې پیل شوې او یو زیات شمیر وسله وال، چې په ژمي کې پاکستان ته تللي وو، بیرته راستانه شوي.
XS
SM
MD
LG