د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

په بلوچستان کې د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو بريد شوي


وسله والو نن د پاکستان په بلوچستان کې د ملګرو ملتو دوه کارکوونکي او څلور شيعه وژلې دي.

په کوټه کې د پوليسو افسر جميل کاکړ فرانس پريس اژانس ته وويل، وسله وال چې په موټر سايکل سپاره وو د کوټې په سپينه روډ سيمه کې يې پر هغه موټر ډزې وکړې، چې شيعه په کې سپاره وو.

د پوليسو د دې مشر په وينا په پيښه کې څلور تنه د يوې ميرمن په ګډون ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.

د پوليسو مشر زياته کړه، چې داسې ښکارې چې دا بريد د فرقه اي شخړو له امله شوي دي.

عيني شاهدان وايي، چې په لسګونو شيعه و د دې بريد له امله نن د کوټې په ميزان چوک کې مظاهره وکړه او د پوليس د مرکزي دفتر مخې ته راغونډ شول، مظاهره کوونکو د اعتراض لپاره يو موټرسايکل هم وسوځاوه.

د بشري حقونو ډلو پر پاکستان سخت انتقادونه کړې دي چې د فرقه اي شخړو په مخنوي کې پاتې راغلي دي او نه دي توانيدلي چې د دې هيواد د اکثريت سني او شاوخوا شل په سلو کې شيعه و تر منځ د شخړو مخه ونيسي.

د اتيايمو کلونو له وروستيو په پاکستان کې تر ننه د فرقه اي شخړو له امله په زرګونو کسان وژل شوې دي.

بل لور ته له کوټې څلويښت کيلومتره لرې د مستونګ په سيمه کې په يوې بلې پيښې کې وسله والو د ملګرو ملتو د ايف اې او يا د کرهڼې او خوراکي موادو د ادارې دوه سيمه ييز کارکونکي ووژل.

د دې پيښې په اړه د پوليسو يوه مسوول شاکر اله وويل، وروسته تر دې چې وسله والو د ملګرو ملتو پر يوه موټر ډزې وکړې د ايف اې او يو کارکوونکي او يو موټروان ووژل شول او يوه بل مامور ټپي شو.

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې ولې د ملګرو ملتو د کارکوونکو پر موټر ډزې شوې دي او چا د دې پيښې مسووليت هم په غاړه نه دي اخيستي.

د ملګرو ملتو ډلې وايي چې له دوه زره څلورم ميلادي کال راهيسې چې د پاکستان پوځ هڅې پيل کړې دي چې بلوچ ياغيان وځپي په سلګونو کسان په دې ايالت کې نيول شوې دي، وژل شوې دي يا هم تري تم شوې دي.

بلوچ ياغيان د خپلې صوبې په تيلو، ګازو او نورو زيرمو کې خپله پراخه برخه غواړي او طالبانو هم په دې سيمه کې وسلې رااخيستې دي.
XS
SM
MD
LG