د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۲

ویلیس:د کمیسونو په جوړولو سره د ټپي بریتانوي سرتیرو خدمت کوم


ایما ویلیس د لندن ښار په لویدیځ کې د مردانه کمیسونو د جوړولو مغازه لري او ډیره زیاته په افغانستان کې د بریتانوي عسکرو د قربانیو تر اغیز لاندې ده.

دا د په مود برابرو کمیسونو د جوړولو په وسیله غواړي د افغانستان په جنګ کې د زخمي شوېو بریتانوي عسکرو خدمت وکړي.

ایما زیاتوي، چې د افغانستان په جګړه کې د زخمي شوېو بریتانوي عسکرو لپاره د ډيرو قیمتي کمیسونو (یخن قاق) جوړولو په وسیله غواړي چې د بریتانيې د خلکو د امنیت د تامین لپاره د دې عسکرو د قربانۍ قدر وکړي.

ایما وايي، د (هدلي کورت) په نوم د زخمي شوېو او معیوبو عسکرو په مرکز کې ځوانان د جګړې له ډګر څخه تر راوتلو وروسته یوازې له ډاکټرانو او نرسانو سره مخامخ کیږي او د ډیرو ځوانانو لپاره چې دا یې د کمیسونو لپاره اندازه اخلي، لومړی وار دی چې له طبي دلیل څخه پرته يې د قد او اندام اندازه اخیستل کیږي.

د ایما ویلیس کمیسونه په لوړه سطحه خلکو کې خریداران لري، چې ان د بریتانیې د شاهي کورنۍ غړي، د بانکونو خاوندان او مشهور سندرغاړي هم په کې شامل دي.

رویترز اژانس لیکي، چې جمهور ریس بارک اوباما هم د ایماویلیس په کارخانه کې جوړ شوی یو کمیس لري.

د زیاتو شتمنو خلکو لپاره دا ګرانه نه ده، چې د ایما ویلیس د کارخانې یو کمیس په ۶۲۰ ډالرو واخلي.

ایما رویترز ته وویل، چې د دې د کمیسونو خریداران حاضر دي چې د دې له دې نوي پلان سره مرسته وکړي.

دې تر اوسه سل هاوو زخمي شویو عسکرو ته دا ځانګړي او قیمتي (کتاني) کمیسونه ور استولي دي.

بریتانیه له هغو هېوادونو څخه ده، چې تر متحدو ایالاتو وروسته یې ډيرعسکر افغانستان ته استولي دي.

د رویټرز په حواله، روانه میاشت په افغانستان کې د بریتانوي عسکرو د تلفاتو شمیر ۴۰۰ ته ورسید.

د رویټرز په حواله، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د غړو له خوا د ناټو پر عسکرو د حملو زیاتیدو په بریتانیه کې د عامو وګړو ترمنځ د افغانستان د ماموریت په اړه اعتراضونه او پوښتنې زیاتې کړې دي، خو ایما ویلیس وايي چې له زخمي شویو عسکرو سره د دې لخوا د مرستې په دې هڅه کې د خلکو ملاتړ کمزوری نه دی.

د لندن په جنوب لویدیز کې د ایما ویلیس په کارخانه کې د جوړو شویو کمیسونو هر یو ، عسکرو ته تر استول کیدو مخکې اول په یوه ځانګړې کاغذ کې پيچل کیږي او بیا د هغو ښځو یو ډله ایز عکس پرې لګیږي چې په دې کارخانه کې کار کوي.

اته ویشت کلن بریتانوی عسکر ( ادم کوکس ) د جوړو شوی دی. ادم وايي : د ۲۰۰۸ کال د سپټمبر شلمه زما لپاره ډیره بده ورځ وه. په هغه ورځ ، په شلو دقیقو کې دوه ماینونه زموږ پر موټر وچاویدل. کله چې په هوش راغلم په روغتون کې وم.

ادم کوکس ، په خپل نیلي کمیس چې سپینې پټې لري، لاس تیر کړ او رویټرز ته یې وویل: د ایما ویلیس کمیسونه د انسان اطمینان او پر ځان باور زیاتوي.
XS
SM
MD
LG