د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۱

ناټو افغانستان ته د روسیې له لارې وسلې او عسکر نه لیږي


د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسين پرون وويل، چې ناټو به د روسيې له لارې وسلې او عسکر افغانستان ته ونه لېږي.

د ناټو عمومي منشي پرون په اويانوويسک کې د ټرانزيټي اډې د جوړولو په باب د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ناټو تړون نه غواړي، چې د روسيې له لارې افغانستان ته پوځيان ولېږي.

تېره اوونۍ د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وويل، چې له امريکا او د هغې له ناټو متحدانو سره نوې موافقه، چې پراساس يې دا هيوادونه د روسيې له هوايي اډې څخه افغانستان ته پوځيان او پوځي وسلې او نور وسايل وړلي شي، د روسيې د خپل ملي امنيت له يقيني کېدو سره مرسته کوي.

لاوروف وويل، پر دې پلان، چې ناټو او امريکا اجازه مومي چې د والګا سيند په غاړه د اويانوويسک ښار له اډې څخه کار واخلي، ژر د روسيې په کابينه کې غور کېږي.

روسيې تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو او امريکا پوځيانو ته د هوا او اورګاډي له لارې د وسايلو د ټرانزيټ اجازه ورکړې وه؛ خو دا لومړی ځل دی، چې دغو ځواکونو ته په خپله خاوره کې اډه ورکوي.


لاوروف د دې معاملې کلکه دفاع وکړه، ويې ويل: د ناټو د ماموريت برياليتوب له افغانستان څخه د منځنۍ اسيا هيوادونو او روسيې ته د ترهګرۍ د خپرېدو او مخدرو موادو د قاچاق د مخنيوي لپاره ضروري دی.

ده زياته کړه: «موږ له ايتلاف سره د خپلو ګټو په خاطرمرسته کوو.»
XS
SM
MD
LG