د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

اوباما: نړۍ نور د اټمي وسلو د پراختیا تحمل نه لري


د امریکا ولسمشر بارک اوبام
د امریکا ولسمشر بارک اوبام
ولسمشر باراک اوباما له روسيې سره د اټمي وسلو د کمولو د موضوع د تعقیبولو ژمنه کړې او ایران او شمالي کوریا ته يې خبردارۍ ورکړی، چې نړۍ نور د اټمي وسلو د پراختیا تحمل نه لري.

جمهور رییس اوباما دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د جنوبي کوریا په پایتخت سیول کې د اتمي وسلو په اړه نړیوالې سرمشریزې ته، چې د ۵۰ هیوادونومشرانو او مقاماتو په کې برخه واخسته، وکړې.

نوموړي وویل، ډاډمن دی چې له روسيي سره د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي له تړون وروسته به دواړه هیوادونه د خپلو اټمي وسلو د لا نور کمښت په اړه موفقې ته ورسیږي.

د متحده ایالاتو ولسمشر زیاته کړه، چې په راتلونکې می میاشت کې به له خپل روسيې سیال سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو اټمي سروکو او تکتیکي وسلو د کمولو په باب خبرې وکړي.

″په راتلونکې کې به هم موږ د هغو ګامونو په لړ کې چې مخکې مو نه دي پورته کړې په دوامداره توګه له روسي سره نه یوازې د اټمي سروکو او تکتیکي وسلو بلکې له ذخیره شوو اټمي وسلو د کمولو په اړه خبرې وکړو.

زه په راتلونکې می میاشت کې کله چې د روسيې له راتلونکي ولسمشر ولادمیر پوتین سره وینم په دې اړه خبرو ته سترګې په لاره یم.

د خبرو په اجنډا کې به د میزایلو د دفاعي سیسټم موضوع هم شامله وي. خو زه باور لرم، چې دا به د تشنج نه بلکه د همکارۍ ساحه وي.″

په سیول کې د اټمي وسلو په اړه د سرمشریزې د خبرو اصلي موضوع اټمي وسلو ته د تروریستانو د لاس رسي مخنیوي کول دي.

د جنوبي کوریا مقاماتو ویلي، تمه ده چې د دې سرمشریزې په څنډو کې به د ایران او شمالي کوریا د اټمي پروګرامونو په اړه هم خبرې وشي.

د ایران د اټمي پروګرام په اړه ولسمشر اوباما وویل، د دې ستونزې د ډیپلوماټیک حل وخت کم پاتې دی.
XS
SM
MD
LG