د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

تحليل کوونکي: که ناټو ووځي، په افغانستان کې کورنۍ جګړې نښلي


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو ماموريت پاى ته نژدې کېږي، تحليل کوونکي خبردارى ورکوي چې د سولې له يوې دوامداره معاملې پرته به افغانستان يوځل بيا په يوه بله بده کورنۍ جګړه کې ښکېل شي. په دې برخه کې ځينې افغانان بدبيني څرګندوي.

د کابل دارالامان ړنګه ماڼۍ په ٩٠يمه لسيزه کې د افغانستان د څو کلنې کورنۍ او تنظيمي جګړې شاهدي ورکوي، هغه شېبې چې زيات افغانان فکر کوي ښايي په ٢٠١٤م کال د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته بيا تکرار شي.

٥٢ کلن محمد ګل چې دغې ماڼۍ ته څېرمه اوبه، خوراکي مواد او د ماشومانو د لوبو سامانونه خرڅوي د فرانسې خبري اژانس ته وويل:

”زه چې هر وخت د دارالامان ماڼۍ ته ګورم ډېر خپه کېږم. زه هېڅ هم نه شم ويلاى چې په افغانستان کې شرايط سم شي او هر سړى به په سوله کې ژوند کولاى شي”

ده دا هم ويلي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به ډېرې جګړې ونښلي.

ده د سولې په ټينګښت کې د افغان ځواکونو پر وړتيا شک څرګند کړ او اژانس ته يې په خبرو کې وويل:

”افغان پوليس او اردو ان د چاودنې او ځان وژونکي بريد په مخنيوي کې هېڅ هم څه نه شي کولاى”.

د واشنګټن د ستراتيژۍ اساسي ټکى دا دى تر شا داسې يو افغانستان پرېږدي چې د ځان د ساتنې کافي وړتيا ولري او د القاعده شبکې دا ځواک شنډ کړي چې بيا سر راپورته نه کړي. په دې برخه کې د مرستې لپاره به په افغانستان کې لږ شمېر امريکايي پوځيان حضور ولري، چې هدف به يې له کابل سره د ستراتيژيک تړون پر سر موافقه رامنځته کول وي.

داسې ښکاري چې سږ کال يوه سخته لار په مخکې ده، په يوه ويډيو کې د امريکايي ځواکونو له خوا د طالبانو پر مړو بولې کولو، د امريکا په يوه پوځي اډه کې د قران کريم د څو نسخو سوځولو او وروسته د يوه امريکايي سرتېري له خوا د ١٧ ملکيانو وژنې د افغانستان او امريکا اړيکې کړکېچنې کړې.

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکيانو تر وژنې وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي پر نړيوالو ځواکونو ږغ وکړ، چې د افغانستان له کليو ووځي، حال دا چې دغه سيمې د طالبانو په وړاندې د ناټو د جګړې لومړۍ کرښې جوړوي، ولسمشر ژر تر ژره افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د سپارلو غوښتنه هم وکړه.

د کړکېچ يا بحران نړيوالې ډلې کارپوهانو په خپل ننني راپور کې ويلي، د کرزي حکومت چې غواړي طالبان او نور سخت دريځي مشران خبرو اترو ته راوبولي يو خطرناک حرکت دى او ښايي سولې ته لار اواره نه کړي.

خو وسلوالو طالبانو په وروستيو کې په خپله يوه اعلاميه کې وويل، دوى له امريکا او افغان دولت سره د سولې هڅې ځنډولي، ځينې کسان اندېښنه لري چې ښايي سخت دريځي وسلوال دا هڅې د ناټو ځواکونو تر وتلو پورې وځنډوي.

په کابل کې د امريکا د سفارت وياند ګاوين ساندوال وويل امريکا به د القاعده د ماتولو او د افغانستان د غښتلتيا لپاره خپلې ستراتيژۍ ته ادامه ورکړي، چې د القاعده غوندې تروريستي ډلې هېڅکله ونه کړاى شي په دغه هېواد کې ځان ته پناه ځاى پيدا کړي.

ازادۍ راډيو په دې برخه کې د عامو افغانانو نظرونه هم پوښتلي دي، ځينې يې د بهرنيو ځواکونو حضور مهم ګڼي او ځينې نور بيا وايي افغان ځواکونه کولاى شي د امن په ټينګښت کې مرسته وکړي.

خو د سينا دراني په نامه يوه افغان د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، که چېرې امريکايان له افغانستانه وځي د ١٩٩٠ او ١٩٩١م کلونو غوندې وضعيت به حاکم شي. د ده اشاره د افغانستان شديدې کورنۍ جګړې ته وه.

ده په پاى کې ويلي، که چېرې زه د افغانستان ولسمشر واى، له امريکايي ځواکونو څخه به مې په يوه تړون کې غوښتي واى، چې د زرګونو کلونو لپاره پاتې شي.
XS
SM
MD
LG