په کابل کې د بریتانیا سفیر وايي، هېواد به یې له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي خو د دغو مرستو په اړه خپل پارلمان او خلکو ته هم ځواب ورکوونکی دی.
ویلیم پیټي وویل، چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد مبارزې کې پرمختګ شوی خو دغه پرمختګ کافي نه دی.
نوموړي وویل، خلک یې نه غواړي د مالیې په پیسو یې چې افغان حکومت ته ورکول کیږي، په دوبۍ کې لوړې ودانۍ واخیستل شي:
(کله چې موږ افغان حکومت ته پیسې ورکوو، نو باید دا ډاډمنه کړو چې دا پيسې به په تعلیم، روغتیايي خدمتونو، د وسلوالو ځواکونو په ملاتړ او نورو اهدافو چې لرو یې لګیږي، نه دا چې د دوبې په پام کې حویلۍ پرې واخیستل شي، قیمتي کورونه او یا نور شیان پرې واخیستل شي، موږ غواړو چې ټینګار وکړو، زموږ پیسې هلته لګیږي چېرته چې موږ غواړو.)
د ویلیم پیټي ددې څرګندونو اشاره هغو راپورونو ته ده چې وايي افغان چارواکو د ا اختلاس په پیسو په دوبۍ او نورو ځایونو کې جایدادونه او شتمنۍ اخیستي دي.
هغه د کابل بانک مسئله د اداری فساد یوه لویه بیلګه وبلله.
نوموړي وویل چې تراوسه پورې په دې پيښه کې هغه کسان نه دي تعقیب شوي چې د خلکو شاوخوا نه سوه ملیونه ډالره یې دده په خبره غلا کړل.
د بریتانیا د سفیر په وینا اداري فساد لا هم د افغانانو لپاره یوه لویه مسئله ده، ځکه چې دولتي مامورین ترینه د ورځنیو خدماتو په مقابل کې رشوت غواړي.
ویلیم پیټي چې په څو ورځو کې د بریتانیا د سفیر په توګه کابل پریږدي، د اداري فساد پر ضد مبارزې کې ځینو پرمختګونو ته هم اشاره وکړه.
د هغه په وینا د افغانستان کلني عایدات دوه ملیارډو ډالرو ته رسیدلي چې دا کار له اداري فساد سره له مبارزې پرته شونی نه و.
نوموړي همداراز د کانونو وزارت ځینې اقدامات د اداری فساد پر ضد مبارزې کې د بیلګې په توګه یاد کړل. هغه وویل چې دغه وزارت د کانونو دویستلو د قراردادونو له درکه د عوایدو لپاره خپل بانکي حساب تړلی او پیسې مستقیمً مالیې وزارت ته انتقالوي چې په وینا یې دا د اداري فساد پر ضد مبارزه کې یو ښه ګام دی.