په کندهارکې تیره شپه د نړېوالو او کورنیو سرتیرو په ګډې ګزمې د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې.
پیښه د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک غونډې ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه کله چې بهرنیو سرتیرو د محلي او ملي پولیسو سره په ګډه ګزمه کوله.
د ارغنداب ولسوال شاه محمد احمدي ازادۍ رادیو ته وویل، چې دا ریموټ کنټرول بم وو، چې د سړک پرغاړه ځای پر ځای شوی وو.
د نوموړي په وینا په دې پیښه کې یو بهرنی سرتیری د هغه ژباړن څلور محلي پولیس چې دوه یي قومندانان دي او درې ملي پولیس وژل شوي:
"چاودنه اووه نیمي بجې وشوه اووه شهیدان د پولیسو لرو، یو يي بهرنی سرتیری او یو ژباړن هم وژل شوی"
د پیښی مسوولیت د دولت وسلوالو مخالفینو په غاړه اخیستی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمد ازادۍ رادیو ته وویل، چې په دغه پیښه کې لس کورني او بهرني سرتیري وژلي.
ارغنداب کندهار ښار ته نږدې ولسوالۍ ده، چې یو کال مخکې په تصفیوي عملیاتو کې د دولت لاسته ورغله.
که څه هم چارواکي په دغه ولسوالۍ کې د بشپړ امنیت خبره کوي، خو زیاتره مهال په کې امنیتي پیښې رامنځته کیږي.
محمدصادق رښتینی،کندهار