د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

ولسمشرکرزی به د نوروز په کنفرانس کې د سیمي پرحالاتو وغږیږي


تمه کیږي، چې د تاجکستان د ولسمشر په کوربتوب به د افغانستان، ایران او پاکستان ولسمشران په خپلو کې په سیمه ایزه سطحه باندې د روانو حالاتو او وروستیو تحولاتو په باب وغږیږي.

په دې وروستیو کې د تاجکستان پایتخت د افغانستان د جګړې، په سیمه کې د سخت دریځو د فعالیت او د نشي موادو پر ضد د مبارزې د څیړولو او په دې برخه کې د سلا مشورو د ترسره کیدو شاهد دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړۍ استازۍ مارک ګروسمن هم په دوشنبې کې دی او نن به د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال جاوید لودین او د هغه له پاکستاني سیال جلیل عباس ګیلاني سره وویني.

افغان ولسمشر تیره میاشت له پاکستان څخه له ستنیدو وروسته د طالبانو پر مشرانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په خاطر له افغان دولت سره مستقیمي خبرې وکړي.

په عین حال کې که څه هم طالبانو له ګوانتنامو زندان څخه د خپلو زندانیانو د خوشې په اړه له امریکا سره پیل شوي خبرې بندې کړي خو د طالبانو د واکمنۍ یوه مقام او د سولې د شورا غړۍ قلم الدین وايي له طالبانو سره تماسونه دوام لري او هیله ده چې دا پروسه به بیا پیل شي:

"موږ خوشبینه یو او خلکو ته هم ډاډ ورکوو، چې که افغانستان دا پروسه وهڅوله نو که خدای کول کامیابه به شي او تاسو به يې په راتلونکو څو ورځو کې ووینۍ چې دا پروسه به بیا پیل شی."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې تیره اونۍ وویل، چې واشنګټن له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره دروازې پرانیستې ساتلي او د میرمن کلنټن په وینا واشنګتن د افغانستان د جګړې سیاسي حل ته ژمن دی.

دغه راز د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش وايي، پاکستان دا مهال له سختو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او له بل لوري پرې نړېوالو فشار راوستی چې د تروریزم جرړې وباسي.

نوموړې وايي، کله چې پاکستان په ریښتینې توګه د تروریزم پر ضد ګامونه واخلي نو طالبان به په خپله د سولې خبر پیلولو ته اړ شي.
XS
SM
MD
LG