د اروزګان ولایت مخکنی سناتور د یوه بل قومي مشر او دوو پولیسو په ګډون د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې ووژل شول.
چاودنه نن شاوخوا یوه بجه د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې رامنځ ته شوه. د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند فرید عایل ازادي راډیو ته وویل، چې په دې چاودنه کې د مشرانو جرګه مخکنی سناتور حاجي خیرالله د یوه بل قومي مشر شراف الدین او دوو پولیسو سره وژل شوي.
د عایل په وینا پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د دوی موټر د سړک د غاړې پر یو ښخ شوي ماین برابر شو.
″دوی هغه وخت شهیدان شول کله چې په یوه موټر کې کور ته روان وو او د سړک د غاړې ماین ورباندې وچاودید″
په ورته وخت کې د امنیې قومندانی ویاند وایي، چې نن یوه ۱۵ کلن هلک چې ځان وژونکی برید هڅول شوی هم نیول شوی.
د عایل په وینا د نیول شوي کس هدف پر ده (عایل) حمله وه. د دې دواړو پېښو په اړه تر اوسه کومې ډلې تبصره نه ده کړې.
راپور: محمدصادق رښتینی