امريکايي ورځپاڼه وال سټريټ ژورنال يوه تحليلي مقاله تر دې سرليک لاندې، جنرال له افغانستانه د ځواکونو د تدريجي وتلو ملاتړي دي، خپره کړې ده.
ورځپاڼې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان خبرې راخيستې ده، چې د امريکا کانګرس ته يې وويل، افغانان به اخر په افغانستان کې د امريکا د ځانګړيو ځواکونو ځای ونيسي.
وال ستريت ژورنال ليکي، دا خبرې په داسې وخت کې شوې دي، چې امريکايي چارواکي په افغانستان کې د امريکايانو له لورې د يو لړ بريدونو په دوام له ولسمشر کرزي سره د اختلافاتو د لرې کيدو لپاره خبرې کوي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم همدې مسالې ته اشاره کړې ده او په يوې مقالې کې ليکي، چې امريکايي چارواکي له افغان حکومت سره د ولسمشر کرزي د تيرې اونۍ دا خبرداري څيړي چې ويلي و بهرني ځواکونه دې د افغانستان له کليو او بانډو بهر شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په يوې بلې مقالې کې تر دې عنوان لاندې، په افغانستان کې ښه خبر بايد ولسمشر اوباما ورکړي، ليکي، په افغانستان کې د امريکا ماموريت وروسته له پرله پسې يو لړ ستونزو د جنرال جان الين په وينا له يو شمېر ښه خبرو سره ملګري شوي دي.
د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان وايي، چې په وروستيو کې طالبان د ناټو د بريدنو او د ځانګړيو ځواکونو د عملياتو له امله په جنوب کې کمزوري شوې دي.
د دغه جنرال په وينا تيرې درې مياشتې که د تيرکال د دغه وخت له دريو مياشتو سره پرتله کړو نو د طالبانو بريدونه څلورمه برخه لږ شوې دي.
د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان د افغانستان د امنيتي وضعيت په برخه کې دا خبره هم کوي چې په دوه زره اتم ميلادي کال کې د افغان پوليسو او پوځيانو شمير يولک او څلويښت زره و او راروان اکتوبر به دا شميره درې لکه دوه پنځوس زرو ته لوړه شي.
د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په وينا د دې لاس ته راوړنو سربيره روان کال په امريکا کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کيږي، نو د بارک اوباما لپاره پکار ده چې ډير څه په افغانستان کې وشي.
فايننشل ټايمز ورځپاڼې بيا په افغانستان کې د ناټو له لورې پر افغان امنيتي ځواکونو د بې اعتمادۍ د زياتيدو مسالې ته اشاره کړې ده او په دې اړه د خپرې کړې مقالې په پيل کې يې د ناټو په وينا څرګنده کړې ده چې ديارلس بهرني پوځيان د روان ميلادي کال له پيله تر اوسه د افغان امنيتي ځواکونو له لورې وژل شوې دي.
د ورځپاڼې په باور د ناټو او افغان ځواکونو اعتماد هغه مهال تر سوال لاندې راغي چې په فبروري کې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت دننه دوه امريکايي افسران ووژل شول.