د پنجوايي په ولسوالۍ کې د یو امریکايي سرتیري له خوا د څو تنو ملکي افغانانو وژنې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ د سند د لاسلیک په اړه اندېښنې زیاتې کړې وې.
خو اوس افغان او امریکايي چارواکي وايي چې په دې وروستیو او نیو کې یې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن پرون په واشینګټن کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې یوځل بیا په افغانستان کې په وروستیو پېښو له هغې جملې څخه د قران پاک د نسخو پر سوزولو او د ملکي افغانانو په وژلو خواشیني وښودله او ویې ویل چې دې پېښو دا په شخصي ډول هم زورولې ده.
خو سره له دې هم هیلري کلینټن وویل چې د افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاسلیک په اړه مو په وروستیو څو اونیو کې ښه پرمختګ کړی دی. .
کلینټن د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په مخ کې پراته خنډونه پیچلې مسلې وبللې خو ویې ویل موږ یې د هواري خواته روان یوو:
"دا پیچلې مسلې دي، خو موږ یې هواروو. موږ د ستراتیژیکې همکارۍ د سند لاسلیک ته لاره پاکوو.
د دې ډیر امکان شته چې موږ به دا سند ( د مې میاشتې په شلمه) په شیکاګو کې د ناټو د مشرانو له غونډې نه مخکې او یا د همدې غونډې پرمهال لاسلیک کړو. زه فکر کوم چې موږ پر سمه خوا روان یوو."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول هم وویل، چې د هغو دوو مسلو په اړه په دې وروستیو کې د پام وړ پرمختګ شوی چې د دې تړون د لاسلیک مخه یې ډب کړې ده:
"موږ د ستراتیژیکو همکاریو پر مسله هم خبرې وکړې. په دې وروستیو کې موږ د دوو مسلو په اړه ډیر پرمختګ کړی دی.
بندیان او د امریکا د ځانګړو ځواکونو عملیات. زه ډیر هیلمن یم چې موږ به زر ترزره خپلو کې د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړو."
میرمن کلینټن هم وویل، چې موږ هیلمن یو چې د امریکايي ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو په مسله په لنډه موده کې یو توافق ته ورسیږو.
ظاهرا دا مهال د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیک مخه د افغان حکومت هغې غوښتنې ډب کړې چې وايي امریکايي ځواکونه دې د شپې له خوا عملیات بند کړي.
د افغان حکومت پر بله غوښتنه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر واک لاندې د زندانونو د ورسپارلو غوښتنه وه لا د مخه یو توافق شوی چې له مخې به یې په راتلونکیو څو میاشتو کې دا زندانونه افغان لورې ته سپارل کیږي.