د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

"په افغانستان کې د پخلاینې پروسې ته ژمن یو"


په داسې حال کې چې وسلوالو طالبانو ویلي د امریکا له متحدو ایالتونو سره یې خبرې اترې ځنډولې دي، امریکايي چارواکې وايي دوي په افغانستان کې د پخلاینې پروسې ته ژمن او په دې برخه کې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن چې پرون یې په واشینګټن کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، دوي د پلان سره سم تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د ټولو امنیتي چارو مسولیت افغان لورې ته سپاري او تر هغې وروسته به دوي یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ رول ولري.

کلینټن زیاته کړه، چې په عین حال کې دوي په افغانستان کې د پخلاینې او خبرو اترو بهیر ته ژمن دي.

هغې وویل، زموږ یوازینی هدف دا دی چې افغانانو ته د نورو افغانانو سره د خپل هېواد د راتلونکې په اړه د خبرو اترو لپاره لاره پرانیزو.

خو یو وار بیا یې ټینګار وکړ، چې طالبان باید د تاوتریخوالې نه د لاس په سر کیدو او نړېوال تروریزم په غندلو سره د پخلاینې خواته ګامونه واخلي:

(( د هر ډول خبرو اترو لپاره باید طالبان له القاعده سره اړیکې وشکوي، تاوتریخوالی پریږدي او د افغانستان او د ښځو او اقلیتونو د حقونو د درناوي په شمول باید د افغانستان اساسي قانون ومني. ))

میرمن کلینټن زیاته کړه، چې دا نو اوس په طالبانو ده چې د نړېوال ترورزیم څخه د لرې کیدو او د ټولو افغانانو په ګډون د سولې یو پروسې ته د تعهد په اعلانولو په دې برخه کې ګام پورته کړي.

هغې وویل، چې طالبان باید اوس خپله انتخاب وکړي، خو په دې کې هیڅ شک نه شته چې امریکا غواړي له هغو افغانانو سره کار ته دوام ورکړي چې د سولې او پخلاینې پروسې ته ژمن دي.

نوموړې وویل، هغه کسان چې غواړي تاوتریخوالې ته دوام ورکړي له پوځي فشار سره به مخ وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلیري کلینټن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې وسلوال طالبانو ویلي امریکایان د دوي سره د خبرو په برخه کې زړه نازړه دي او دوي ورسره د سولې خبرې له همدې کبله ځنډولې دي.

طالبانو دا هم ویلي، چې نه غواړي افغان حکومت سره خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG