امریکا هیلمنده ده، چې په شیکاګو کې د ناټو د مشرانو له غونډې څخه وړاندې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د ګډو ستراتیژیکو اړیکو په اړه چې له یوې اوږدې مودې راهیسې ځنډيدلې ده، موافقې ته ورسیږي.
د ناټو د مشرانو غونډه، د می په میاشت کې جوړیږي. انتظار کیږي په دې غونډه کې به د ناټو مشران له افغانستان څخه د لسو کلو نو اوږدې جګړې وروسته، د خپلو ځواکونو د ایستلو مهال ویش وټاکي.
د دې میاشتي په لومړیو کې دواړو هیوادونو پر یو تړون لاسلیک وکړ، چې له مخې به یې د امریکایی ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانونه افغان مقاماتو ته وسپارل شي.
د ستراتیژیکو اړیکو د سند د لاسلیکولو لپاره د افغان حکومت یو بل مهم او نهايي شرط دا دی چې امریکايي پوځونو به په افغانستان کې د شپې له خوا عملیات بندوي.
د پنټاګون یو ویاند ( جان کربي ) وویل:
″د امریکا او افغانستان تر منځ د ګډ ستراتیژیک تړون په اړه خبرې روانې دي، خو تر اوسه په دې هکله کومه نهايي فیصله نه ده شوې او موافقې ته نه یو رسیدلي.
له بلي خوا یو امریکايي مقام چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي:
″د اوباما اداره له افغانستان سره د شپې د عملیاتو په اړه پر نورو لارو، چارو خبرې کوي، چې په هغه کې باید امریکايي ځواکونه د شپې له خوا عملیاتو لپاره جواز ولري او یا وړاندې له دې چې د شپې عملیات وښي، لومړی به سیمه ییز قاضیان پر دغو عملیاتو غور کوي.
لومړی ځل د وال سټریت جورنال ورځپاڼي راپور ورکړ، چې امریکا وړاندیز کړی دی، چې افغان مقاماتو ته دې د شپې عملیاتو په برخه کې ډير کنټرول ورکړل شي.
انتظار کیږي، چې د ګډ ستراتیژیک تړون له مخې به په اصولو کې امریکايي پوځ ته اجازه ورکړل شي، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې حضور ولري.
ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه ډير بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور د جزیاتو په اړه چې هدف یې د تروریزم ضد مبارزه او افغان ځواکونو ته مشوره ورکول دي؛ په یو بیل تړون کې خبري پر کیږي.