د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۶

پاکستان دې د سولې په خبرو کې عملي ګامونه پورته کړي


\
\
که څه هم د پاکستان له هغې اعلامیې څخه یوه میاشت تیره شوې، چې پٍه کې له طالبانو غوښتل شوي وو، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني، خو د سولې د عالي شورا چارواکي وایي، چې پاکستان تراوسه په دې برخه کې عملي اقدام نه دی کړی.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی هیله مند دي، چې پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

″غواړم ووایم چې، موږ باید د عمل په ډګر کې خلکو ته روښانه کړو، چې ښې خبرې په ښه کار بدرګه کیږي، زموږ خلک نه شي کولای چې یوازې پرخبرو زړه وتړي او باور وکړي.

زموږ خلک غواړي، چې یوڅه احساس کړي، ریښتیا هم پاکستان کولای شي ګټوره همکاری وکړي.″

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې له لارې، په ښکاره توګه له طالبانو او نورو جنګي ډلو وغوښتل، چې د افغان حکومت د سولې بهیر سره ملګری شي.

ګیلاني په دې اعلامیه کې داهیله هم ښودلې وه، چې کیدای شي طالبان او نورې جنګي ډلې یې دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

خو یو شمېر کتوونکي وایي، چې د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان دغو غوښتنو او هلو ځلو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د سیاسي چارو کتونکي وحید مژده څخه مو وپوښتل چې ایا افغانستان پرپاکستان فشار راوړلی شي، چې وسله وال طالبان سولې ته وهڅوي.

ښاغلي مژده په ځواب کې وویل:

″افغان حکومت کولای شي، چې له پاکستان څخه یوازې غوښتنه وکړي، موږ داسې وسیله په لاس کې نه لرو، چې پر پاکستان فشار راوړو، موږ باید هڅه وکړو، چې غوښتنې مونتیجه ورکړي.

که څه هم دغه غوښتنې په وار وار شوي او پاکستان یې هم د عملي کیدو ژمنې کړي خو تراوسه یې دغه کار نه دی کړی.″

نه یوازې دا چې وسله وال طالبان تراوسه له افغان حکومت سره د سولې مستقیمو خبرو اترو ته حاضر شوي نه دي، بلکې له امریکا سره یې هم مستقیمې خبرې درولي دي.

کارپوهان وایي، ترڅو چې امریکا له ګوانتانامو زندان څخه د طالبانو پنځه بندیان چې مخکې یې د خوشې کیدو ژمنه شوې وه، خوشې نه کړي، هیڅ امکان نه لري، چې د سولې خبرې اترې دې بیا پیل شي.

امریکایي چارواکو له دې وړاندې ویلي وو، چې له ګوانټانامو زندان څخه به د طالبانو پنځه غړي قطرته بیایي او د سولې خبرې اترې به پیلوي.

خو راپورونه وایي، چې امریکایان له دې اقدام څخه په شا شوي او په قطر کې له امریکا سره د طالبانو د خبرو اترو د دریدو علت هم همدا مساله ده.

راپور:اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG