د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۱

ملي جبهه: له اوسني حکومت سره دې ستراتیژیک سند لاسلیک نه شي


د ملي جبهې ویاند فیض الله ذکي
د ملي جبهې ویاند فیض الله ذکي
د افغان حکومت مخالفه ملې جبهه که څه هم له امریکا سره د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو تړون مهم بولي خو وایي، چې دا ستراتیژیک تړون باید له اوسنې حکومت سره لاس لیک نشي.

د دی جبهې یو ویاند فیض الله ذکي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غوڼدې ته وویل، چې اوسنی حکومت په خلکو کې خپل باور له لاسه ورکړی او نه شي کولای، چې له امریکا سره د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو تړون لاس لیک کړي.

نوموړی وویل، چې دغه تړون باید په افغانستان کې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته له بل نوی نظام سره لاس لیک شي.

″اوسنی حکومت چې کمزوری مشروعیت لري او د سترایتژیک تړون په لاس لیک کې د یوې وړې سیاسي حلقې د کټو په لټه کې دی، نو د یو داسې تړون د لاس لیک صلاحیت نه لري.

د افغانستان ملي جبهه منتقده ده او دا معقوله ګڼي، چې ستراتيژک تړون باید له انتخاباتو وروسته چې نوی ولسمشر ټاکل کیږي او د خلکو پوښتونو پر وړاندې ځواب ویونکی وي لاس لیک شي.″

د افغان حکومت اپوزیسیون داسې مهال له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په لاس لیک کې ځنډ غواړي، چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي، دغه تړون د شیکاګو له سرمشریزۍ وړاندې چې نږدې دوه میاشتې ورته پاتې دی لاس لیک شي.

بل لوری د افغانستان د حکومت د رسنیو د مرکز چارواکی بیا د ملي جبهې دا وړاندیز نه مني او وایي، چې د ستراتیژیکو اړیکو دا تړون به اوسنۍ حکومت لاس لیک کړي.

د دې مرکز مرستیال صفت الله صحاف صافی په دې اړه وایي.

″زموږ په اند باندې تر ډیره بریده دا ډول څرګندونې سیاسي دي، هغه عیني واقعتونه چې افغان ولس او افغان حکومت په هر هغه تړون کې چې د هر هیواد سره یې امضا کوي، هیڅ اړخ نه لګوي.

دلته ضعف او قوت موضوع مطرح نه ده، د هغه اعتماد په فضا کې چې ولس حکومت ته ورکړی دی، نو د هغې په چوکاټ کې به هر هغه تړون چې له هر هیواد سره وي هغه به امضا کیږي.″

له بل لوري ملي جبهې دا انتقاد وکړ، چې د سولې په روانو هڅو کې ورته ونډه نه ده ورکړل شوی او همدا لامل دی، چې د سولې خبرې مطلوبه پایله نه لري.

دغې جبهې ویره څرګنده کړه او وویل، چې وسله والو طالبانو ځکه له امریکا سره خپلې خبرې ځنډولې ترڅو له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته په افغانستان باندې خپل کړه وړه وتپي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د سولې بهیر یو اړخیز نه دی او باید دا بهیر افغانستان شموله شي.

د دې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وایي، چې دوی په پام کې لري، د افغانستان د سیاسي مشرانو له استازو او له اپوزیسیون سره وګوري، ترڅو د دې پروسې په اړه خپل نظرونه ورسره شریک کړي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG