د افغانستان د پارلمان غړي غواړي، دغه عسکر چې تیره اوونۍ یې په کندهار کې ۱۶ ملکي وګړي ووژل باید په افغانستان کې محاکمه شي.
د پارلمان غړیو له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه کړې ده، تر څو امریکا د دوی دا غوښتنه نه وي منلې، ولسمشر باید له امریکا سره د اوږدې مودې پر هر ډول ستراتیژیک پلان باندې موافقه یا لاسلیکول وځڼډوي.
د امریکا د پوځ یو ویاند د چارشنبې په ورځ وویل، چې تر اوسه د دې عسکر د محاکمې په اړه، چې په افغانستان کې به محاکمه کیږي کومه فیصله نه ده شوې.
د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې هم په دې اړه خبرې وکړې،
سناټورانو وویل، چې په پيښه کې ښکیل عسکر باید په هر ډول چې وي، په افغانستان کې محاکمه شي.
د امریکا د پوځ یو ویاند ډګروال ″ګارې کولب″ د چارشنبې په ورځ وویل، لا تر اوسه نهايي فیصله نه ده شوې، چې دغه عسکر به چېرې محاکمه کیږي.
نوموړي زیاته کړې:
″موږ له دې وړاندې هم په افغانستان کې نظامي محکمي دایرې کړي دي، په افغانستان کې امریکايي عسکر محاکمه شوي دي او د دې کار امکان شته، خو مسوولین به د حالاتو او شرایطو پر اساس پریکړه وکړي، چې په پيښه کې ښکیل عسکر په افغانستان او یا امریکا کې محاکمه شي.″
د امریکا پوځ وايي، چې دغه عسکرلا تر اوسه له امریکایانو سره دی، هغه د تیرې یکشنبې په ورځ سهار وختي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې له امریکايي پوځي اډې څخه ووت؛ د خلکو کورونو ته داخل شو، پر ولسي خلکو، کوچنیانو، ښځو او نارینوو یې ډزې وکړې، ۱۶ کسان یې ووژل. په ډزو کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي ووژل شول او پنځه نور ټپي شول.
پوځ د سې شنبې په ورځ وويل، په پيښه کې ښکیل عسکر به په توقیف کې پاتې شي. د امریکا د دفاع وزیر ″لیون پنیټا″ ویلي دي، چې په پيښه کې ښکیل عسکر ښايي په اعدام محکوم شي. دعسکر نوم لا تر اوسه نه دی اعلان شوی.
د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما په دې اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده او وايي، چې امریکا دغه مساله ډیره جدي نیسي هغه ژمنه وکړه، چې په پيښه کې به د ښکیل امریکايي عسکر څخه همداسې څیړنې وشي، لکه چې زموږ خپل اتباع او زموږ خپل بچیان یې وژلي وي.