د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

په هلمند ولایت کې د ماین چاودنې ۸ تنه ملکیان ووژل


د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن له غرمې وروسته په مارجې ولسوالۍ کې د مین په چاودنه کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د مارجې ولسوال عبدالمطلب مجبور ازادي راډیوته وویل، چې د سړک غاړې دا ماین په ریګي څلورلارې سیمه کې په یو ټونس ډوله موټر چاودلی دی.

ده وویل، چې په دې پیښه کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي، خو څرګنده یې کړه چې لاتراوسه د وژل شویو هویت نه دی، معلوم خو ښایي، چې د یوې کورنۍ غړي وي.

لاتراوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
XS
SM
MD
LG