د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۷

"د ستراتیژیکو اړیکو په اړه لومړنی خبرې وشوې"


Afghanistan -- (L-R) Jawed Ludin, Political deputy of Afghan Foreign Ministry and German Ambassador Rüdiger König for Afghanistan at a press conference in Kabul, 12Dec2011
Afghanistan -- (L-R) Jawed Ludin, Political deputy of Afghan Foreign Ministry and German Ambassador Rüdiger König for Afghanistan at a press conference in Kabul, 12Dec2011
افغان او د اروپایي ټولنې چارواکو د دواړو لوریو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه له لومړنیو خبرو وروسته د دې سند په اړه ډیر کم معلومات ورکړل.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین، چې د دوشنبې په ورځ یي په کابل کې د اروپایي ټولنې له یو پلاوي سره په دې اړه له خبرو وروسته یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې دا د همکاریو یو جامع سند دې، چې څه باندې شپیته مادې لري.

خو ښاغلي لودین وویل، چې د دې سند نهایي کیدل زیات وخت ته اړتیا لري:

"نن د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د اوږد مهاله اړیکو په اړه لومړنۍ غونډه وشوه، دا یو فوق العاده جامع سند دی، له شپیتو زیاتې مادې لري، د دې سند له مخې په ټولو هغو برخو کې مرسته کیږي چې تصور یې کیږي.

اوس هدف دا دې چې د لسو راتلونکو کلونو لپاره دغه مرستې څنګه ترتیب شي، موږ به په راتلونکې کې په تفصیل سره د دغه سند په هره ماده خبرې وکړو.

موږ هیله مند یو چې د قانون د حاکمیت او د پولیسو د روزنې په برخه کې د اروپایي ټولنه مرستې راجلب کړو.
"

ښاغلی لودین وویل، چې دغه سند به له لاسلیکیدو مخکې ملي شورا ته ځي او د شورا له غړیو سره به هم پرې سلا مشورې کیږي.

دواړو لوریو پریکړه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې اړه بیا غونډه وکړي او د دغه سند په اړه به مفصلې خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۰۵ میلادي کال کې له اروپایي ټولنې سره د همکاریو یوه اعلامیه لاسلیک کړې وه، خو اوس غواړي چې دغه اړیکې لاپياوړې او دیوه سند په بڼه لاسلیک شي.

د اروپایي ټولنې د جنوبي اسیا د څانګې مسؤل ډیویډ تیر وویل، چې د اوږدمهاله همکاریو دغه سند د دې ښکارندویي کوي چې اروپایي هېوادونه له افغانستان سره اوږدمهاله او ښې اړیکې غواړي:

"زه تاسو ته د اوه ویشتو اروپایي هېوادونو په استازیتوب خبرې کوم، دا ټول هېوادونه د افغانسان ملګري دي.

موږ کوم نظامي اورګان نه یو، موږ د دغه سند په وسیله غواړو له افغانستان سره د ښې حکومتدارۍ، بشري حقونو، عدالت، د ښځو حقونو او داسې نورو برخو کې مرسته وکړو.

موږ به له افغانستان سره پراختیایي مرستې ولرو، موږ به د سوداګرۍ او پانګې اچونې ملاتړ وکړو."


د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو په اړه به خبرې اترې نږدې یوکال ونیسي.

افغان حکومت له دې وړاندې له هند،بریتانیا،فرانسې او ایټالیا سره هم د اوږدمهاله همکاریو سندونه لاسلیک کړي.

افغان حکومت غواړي په نږدې راتلونکې کې له امریکا سره هم د ستراتيژیکو اړیکو سند لاسلیک کړي.

خو دافغان حکومت دغو هڅو د سیمې ځینې هیوادونه اندیښمن کړي او د کتونکو په باور دغه هیوادونه غواړي چې افغانستان له امریکا او نورو هیوادونو سره ستراتيژیک سندونه لاسلیک نکړي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG