د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل افغان ولسمشر ته بلنه ورکړې، چې د شیکاګو له سرمشریزې مخکې د افغانستان او جرمني ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د څرنګوالي په سر د خبرو لپاره برلین ته سفر وکړي.
انګیلا میرکل، چی نن د افغانستان په شمال کې د مزار شریف ښار ته تللې وه، له ولسمشر کرزي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د کندهار د وروستۍ پیښې په اړه هم خپل تسلیت وړاندې کړ.
د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې افغان ولسمشر د جرمني د مرستو او همکاریو مننه وکړه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د لاسلیکولو مسئله په بن کې د افغانستان په اړه د دویم نړېوال کنفرانس په مهال مطرح شوې وه او دواړو خواو پریکړه کړې وه، چې په دې اړه به یو سند لاسلیک کړي.