د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

ښايي د کندهار د پنجوايي پیښه ستراتیژیک تړون وځنډوي


د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د وژنې پېښه ښايي د امریکا لپاره چې غواړي د ځواکونو له کمولو وروسته خپل پوځي سلاکاران په افغانستان کې وساتي، ناوړه عواقب ولري.

د یکشنبې ورځې په نیمه شپه د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د الکوزو کلي د دریو کورونو پر اوسېدونکو حمله وشوه.

کلیوال وايي، چې سهار وختي امریکايي سرتېرو دوي له خوبه راویښ کړل او مخامخ ډزې یې پرې وکړې.

د دوي په وینا په شپاړلسو وژل شوېو ملکيانو کې نهه ماشومان او درې مېرمنې شاملې دي.

دا خواشینوونکې پېښه یوازې څو ورځې وروسته له هغه وشوه، چې افغان او امریکايي چارواکو د بګرام زندان په ګډون افغان دولت ته د ټولو هغو زندانونو د سپارلو توافق لاسلیک کړ چې امریکایانو اداره کول.

دا توافق د دواړو هېوادونو ترمینځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیک په برخه کې یو مهم ګام بلل کېده.

په داسې حال کې چې افغان او امریکايي چارواکي د دې همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کوي یو افغان مقام د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز آژانس ته ویلي، دا پېښه چې اکثر قربانیان یې ماشومان او ښځې دي، ښايي د دواړو هېوادونو ترمینځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاسلیک وځنډوي. ځینې نور بیا په دې باور دي چې دا پېښه به د دې سند د لاسلیکولو په برخه کې له امریکا سره په مخالفت کې د ولسمشرحامدکرزي دریځ نور هم ټینګ کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند فرامرزتمنا دا احتمال چې د پنجوايي پېښه به د افغاستان او امریکا په اړیکو کې د پام وړ بدلون راولي رد کړ، خو ده له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې افغان حکومت د دې پېښې په اړه د امریکايي لوري د څېړنو نتایجو ته انتظار کوي:

(موږ د دې پېښې په اړه د امریکايي لوري د تحقیاتو نتایجو ته انتظار کوو. کله چې معلومه شي چې پېښه څه ډول وه، عوامل یې څه وو، د امریکایانو ځواب او د څېړنو نتایج چې څرګند شي وروسته په دې اړه خبرې کېدای شي.)

د امریکا سفارت په افغانستان کې دېره امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې خپل تګ راتګ محدود کړي.

په هغه بېړنۍ خبرپاڼه کې چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت خپره کړه، له دې پېښې وروسته له امریکايي ضد احساساتو څخه وېره ښودل شوې ده.

معلومه نه ده، چې حمله یوه سرتېري کړې او که هسې چې د پنجوايي ولسوالۍ د الکوزو کلي اوسېدونکي وايي، څو کسانو لاس پکې درلود خو د امریکا سفارت، ناټو او په واشنګټن کې چارواکي وايي چې حمله یوازې یوه سرتېري کړې.

دا چارواکي وايي چې بریدکوونکی د امریکا د پوځ بریدګی و، چې واده یې کړی، درې ماشومان لري، درې دورې یې په عراق کې خدمت کړی او په افغانستان کې یې لومړنۍ دوره وه.
XS
SM
MD
LG