د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

واورې ښوییدنې د نورستان په منډول کې د ۴۵تنو ژوند واخیست


د نورستان چارواکې وايي چې د منډول په ولسوالۍ کې د واورو د ښوییدو له امله ۱۳ کورونه ویجاړ شوي او ۴۵ تنه په کې وژل شوي دي.

دوي له مرکزي دولت او مرستندویه ټولنو د مرستو غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره زیانمنو شوو کورنیو سره مرسته وکړي او په سیمه کې نور خلک د برف کوچونو له ګواښه وژغوري.

منډول د نورستان په لویدیځ کې تر ټولو لیرې پرته ولسوالۍ ده، چې تر اوسه ورته سړک هم نه دی تیر شوی او له امله يي خلک ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د هېواد د نورو یخو سیمو په څیر په منډول کې هم هر کال پریمانه واوري وریږي او خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي او د تیرو دریو ورځو څخه په منډول کې ديره واوره وریدلې، چې د پوشال او کړو په کلیو کې يي له لسو زیات کورونه ړنګ کړي او نژدې پنځوس تنه يي وژلي دي.

د نورستان مرستیال والي محمدنبي احمدي ازادۍ رادیو ته وویل، له تیرو دریو ورځو څخه د نورستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د واورو ورښت دوام لري، چې د غربي نورستان په منډول کې برف کوچونه راغلي او په ترڅ کې يي خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي:

"د منډول ولسوالۍ چې یوه لري پرته سیمه ده او سرک هم نه لري. د واورو د وریدلو له امله چې درې ورځې مسلسلې واورې وریږي، برف کوچونه راغلي دي، د پوشال په کلي کې لس کورونه او ګړو په کلي کې درې کورونه د واورو لاندې شوي دي او په کې پنځه څلویښت خلک وژل شوي، چې په کې ښځې ماشومان او لویان شامل دي."

د نورستان د امنيي قومندان غلام الله نورستانی بیا وايي، د دغه ولایت مرکز پارون او نورو ولسوالیو ته تللې لارې د واورو د اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

په مشرانو جرګه کې د نورستان استازي حافظ عبدالقیوم وايي، په منډول کې نه تیلیفون کار کوي او نه ورته سرک تیر شوی چې له پوره حاله يي خبر شو،خو مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول د دفاع وزارت ته پکار دي، چې د څرخي الوتکو څخه کار واخلي او خلکو سره مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG