د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه په کندهار کې د عامه خلکو وژنې وروستۍ پیښې او په دې اړه د بېلابېلو لوریو غبرګونونو ته ځانګړې شوي، چې حمید مومند په لاندې راپور کې رانغاړلي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې افغان حکومت د دې پیښې په اړه، چې په کې یو امریکایي عسکر د کندهار په پنجوایي کې شپاړلس بې ګناه خلک وژلې د امریکا له متحده ایالاتو وضاحت غوښتې دې.
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم په کابل کې د امریکا سفارت دا پیښه غندلې او ډاډ يي ورکړې، چې عاملین به یي عدالت ته راښکلې شي، خو ورځپاڼې د ځینو حقوقي کتونکو دا سپارښتنه راخیستي، چې دا محاکمه باید په علني ډول ترسره شي.
ورځپاڼې لیکلي، چې افغان حقوقي کارپوهان دا هم غواړي، چې دغه امریکایي عسکر باید د کوربه هېواد د قوانینو په رڼا کې محاکمه شي.
ملي باور:
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې په دې پیښه کې د ښکیلو کسانو د علني محاکمې غوښتنه کړې او ویلي، چې له دې سره به لږ تر لږه د هغو خلکو زړونو ته سکون ور په برخه شي، چې خپل عزیزان یي له لاسه ورکړي.
دې ورځپاڼې هم لیکلي، چې د سیمې د اوسیدونکو له ویناو ښکاري، چې دا کار د یو کس نه بلکه د څو کسانو له خوا شوې.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا تر ډیره ددې پیښې په اړه د سیمې د خلکو او د افغان مشرانو غبرګونونه راخستي دي.
ورځپاڼې د سیمې د اوسیدونکو په حواله لیکلي، چې امریکایی سرتیري ورباندې ظلم کوي او مخه یی باید ونیولې شي.
ورځپاڼې وړاندې د افغان ولسمشر له دفتر نه د خپرې شوې اعلامیې په حواله لیکلي، چې د کندهار دا پیښه یوه قصدي انسان وژنه او د بخښلو وړ نده.
ورځپاڼې لیکلي، چې دا پیښه پداسې حال کې رامنځ ته شوې، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیک په اړه د ځینو پرمختګونو رپورټونه ورکولې کیږي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دا تړون باید داسې لاسلیک شي، چې پکې په راتلونکې کې دداسې پیښو د نه تکراریدو ضمانت وړاندې شوې وي.
محور:
محور نا دولتي ورځپاڼې هم پدې ټینګار کړې، چې افغان حکومت باید داسې لارې چارې ولټوي، چې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته یو قانوني چوکاټ جوړ شي.
ورځپآڼې لیکلی، چې امریکا تر ډیره دې مسئلې ته غاړه نه ایښودل غواړي، خو افغان حکومت باید د کندهار پیښې په پام کې ساتلو سره داسې اقدام وکړي، چې په راتلونکې کې د دا ډول پیښو مخنیوې وشي.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د ناټو د سرتیري دا عمل پاروونکې بللې او ویلي، چې ممکن دا عمل د سیمې په امنیت او ثبات ناوړه اغیز ولري.
ورځپآڼې لیکلي، چې ناټو ددا ډول پیښو د مخنیوي لپاره، چې تر ډیره پاروونکي دي کومه تګلاره نلري او ممکن دا کار ددې سبب شي، چې حساسیتونه نور هم زور واخلي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دا ډول پیښې به د افغانستان او امریکا ترمنځ په ستراتیژیک تړون هم ناوړه اغیز وکړي او دا ځکه، چې له دې سره به هغو افغان چارواکو ته یوه نوې پلمه په لاس ورشي، چې د ګاونډیو هیوادونو په لمسون له هغې سره مخالفت کوي.