د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

ملي ایتلاف:له طالبانو سره د سولې بهیرګونګ دی


د افغانستان د ملي ایتلاف په نوم د اپوزیسیون د یوې ډلې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي ایتلاف په نوم د اپوزیسیون د یوې ډلې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله
په داسې حال کې په افغانستان کې له وسلوالو طالبانو سره د سولې هلو ځلو یو ځلې بیا زور اخیستی، د دولت د سیاسي اپوزیسیون ځینې مشران وايي، په دې بهیر کې د افغان حکومت او بهرنیانو هیڅ ډول پټه معامله به د منلو وړ نه وي.

د افغانستان د ملي ایتلاف په نوم د اپوزیسیون د یوې ډلې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په هېواد کې له سولې ملاتړ وښود، خو ویې ویل چې په دې اړه هر ډول پرمختګ باید له خلکو سره شریک وي:

"د سولې مسئله په ماڼۍ کې د ناستو کسانو شخصي مسئله نه ده، داسې مسئله ده چې په لاره کې یې دغه ملت یو میلیون کسان شهیدان ورکړي دي، د افغانستان ټول خلک عادلانه او باعزته سوله غواړي.

زه په ډاګه وایم، چې د شهیدانو د وینو په بیه او د هغوي د ارمانونو په تر پښو لاندې کولو سره، د پردې ترشا هیڅ ډول معامله به، که د بهرنیانو له خوا وي او که د افغانستان د دولت له خوا، د افغانستان د خلکو د منلو وړ نه وي."


نوموړي دغه څرګندونې د کندز د پخواني امنیې قومندان عبدالرحمن سید خیلي د وژل کیدو د لومړي تلین په مناسبت غونډې کې کولې.

ښاغلی عبدالله په داسې حال کې یو ځلې بیا د سولې د هلو ځلو په اړه خپلې انديښنې په ډاګه کوي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې په دوحه کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو په اړه د افغان او قطري چارواکو ترمنځ خبرې پیل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول په نږدې راتلونکې کې دغه هېواد ته رسمي سفر کوي.

بل خوا د افغان دولت یو پلاوی وايي، چې په ګوانتانامو زندان کې د طالبانو پنځو مهمو مشرانو موافقه کړې چې د سولې د بهیر په ترڅ کې قطر ته ولیږدول شي.

په عین حال کې افغان او امریکايي چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاسلیک کیدو ته سره نږدې شوي دي، خو ښاغلي عبدالله د امریکا له متحده ایالاتو سره هم د ستراتیژیک سند په اړه مذاکرات ګونګ وبلل:

"موږ د نړېوالې ټولنې همکاریو ته اړتیا لرو، خو زموږ خلک باید ترې خبر وي. دا څنګه تړون دی چې یوه ورځ وايي، لاسلیک کیږي، بیا وايي چې ستونزمنه ده، بله ورځ یوه بله خبره کوي.

دا څه دي، چې د خلکو له سترګو پټ ساتل کیږي. کله مو چې د افغانستان څو زره خلک د لویې جرګې په نوم را وبلل او په پټو سترګو مو ترې تعهد واخیست، ولې هغوي ترې خبر نه ساتی او که اوس پارلمان لرو او د افغانستان په دوو مجلسونو کې د خلکو استازي لرو، هغوي ولې نه ترې خبریږي.
"

خو بل خوا د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي په ډاګه کړې، چې له امریکا سره د ستراتیژيک سند د لاسلیک کیدو په اړه پرمختګ شوی او په مې میاشت کې په شیکاکو کې د ناټو سازمان له غوندې مخکې د دې سند لاسلیک کولو ته چمتو دی.

ښاغلي کرزي ویلي چې په دې برخه کې د افغان دولت لومړۍ شرط چې زندانونه به افغان دولت ته سپارل کیږي، منل شوی او د شپې د عملیاتو د بندیدو په اړه هم خبرې روانې دي.

جمهور رئیس کرزي تل ویلي چې له امریکا سره ددې سند د لاسلیک کیدو په اړه مذاکراتو کې د دودیزې لویې جرګې سپارښتنې په پام کې نیول کیږي.
XS
SM
MD
LG