په کابل کې خپریدونکو زیاتره ورځپاڼو نن د خپل بحث زیاته برخه له طالبانو سره د پخلاینې په برخه کې وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې کړې، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې په ګوانتانامو کې له طالب بندیانو سره د افغان دولت د پلاوي تر لیدنې وروسته به د سولې بهیر لا ګړندی شي.
ورځپاڼې لیکلي، چې ګوانتانامو ته د دې پلاوي له سفر وروسته افغان دولت اوس قطر ته د هغو پنځو طالب بندیانو له لیږد سره هم کومه ستونزه نه لري، چې طالبانو یي غوښتنه کړې وه.
ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا ګوانتانامو ته د افغان پلاوي سفر، د بګرام د زندان د سپارلو تړون او د شپې د عملیاتو د افغانی کولو لپاره د امریکایي چارواکو هوډ د افغانستان او امریکا ترمنځ د بنبست د ماتیدو او په اړیکو کې د پرمختګ ښکارندوی بللې دي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا دا وروستي پرمختګونه هڅوونکي بللي او لیکلي، چې له دې سره یو ځلې بیا د سولې د ټینګښت لپاره چانسونه زیات شوي.
ورځپآنه لیکي، چې په ګوانتانامو کې له طالب بندیانو سره د افغان دولتي پلاوي له لیدنې وروسته په پام کې ده، چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر قطر ته سفر وکړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دا سفر به نه یوازې د دواړو خواو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي، بلکه د سولې په روان بهیر کې به د افغان حکومت د ښکیلولو امکانات هم زیات کړي.
ورځپاڼې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې په قطر کې د روانو خبرو د بریالیتوب او په هغو کې د افغان دولت د ونډې د خوندي کولو لپاره له دې هیواد سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او ددغه هیواد له مشرانو وغواړي، چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
محور:
محور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې په ګوانتانامو کې له طالب بندیانو سره د افغان دولتي پلاوي لیدنه که څه هم د سولې په بهیر کې د افغان دولت د ورګډولو لپاره د امریکا لخوا یو ستر ګام دې، خو بیا هم د روانو هلو ځلو په اړه ډیر سطحي معلومات افغان دولت ته ورکوي.
ورځپاڼې لیکلي، پداسې حال کې، چې له طالبانو سره خبرې بیا پیلیدونکي دي، افغان ولسمشر لا هم ځان څنډې ته احساسوي او دا ځکه، چې امریکایانو تراوسه پورې اته ځله له طالبانو سره کتلي، خو افغان حکومت سره یی ډیر کم معلومات شریک کړي.
ملي باور:
ملي باور نا دولتي ورځپآڼې بیا د ځینو هغو کړیو په هڅو بحث کړې، چې غواړي په یو نه یو ډول د سولې روانې هلې ځلې له خنډونو سره مخامخ کړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې ډیر کله دا کړۍ، چې د هیواد د ارامه سیمو استازیتوب کوي د دولت له ادرسه د سولې د هڅو په خلاف غږ پورته کوي.
ورځپاڼې په افغان دولت غږ کړې، چې ددې ډلو د فعالیت مخه دې ونیسي او پری نږدي، چې د خپل شخصي ګټو لپاره ملي ګټې قرباني کړي.
ورځپاڼې په نړیوالې ټولنې هم غږ کړې، چې د هغو کړیو په خبرو باور ونکړي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې له بهیر سره مخالفت کوي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپآنې هم د سولې په بهیر کې په وروستیو پرمختګونو بحث کړې او په ورته وخت کې یی د سیمې په هیوادونو او نړیوالې ټولنې غږ کړې، چې ددغه بهیر د بریالیتوب لپاره دې له ټول ځواک نه کار واخلي.