د افغان او امریکايي چارواکو په خبره، چې افغان ځواکونو ته د بګرام زندان د ورسپارلو تړون به د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږدمهاله سټراټیژیک تړون د لاسلیک کولو لپاره لاره هواره کړي.
دغه تړون د جمعې په ورځ مازیګر د جنرال عبدالرحیم وردک او جنرال جان الن تر منځ د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې لاسلیک شو.
د افغانستان د دفاع وزیر وویل، چې افغان حکومت ته د بګرام زندان سپارل د دې هېواد د ملي حاکمیت پر لور یو ګام دی او ویې ویل، چې دا لاسته راوړنه د افغان حکومت د څو کلونو په هڅو ترلاسه شوې ده.
عبدالرحیم وردک زیاته کړه، چې ډیر ژر به د پوځ یو غښتلی او مسلکي جنرال د دې زندان د مسوول په توګه وټاکي.
“دا نوی قومندان به د بګرام د زندان د مسوولیت له اخیستو سربیره موظف وي، څو د شوي تړون له مخې په شپږو میاشتو کې له امریکا څخه د دغه زندان د لیږد بهیر عملي کړي.
سره له دې د امریکا متحده ایالتونه ژمن دی، چې تر راتلونکي یو کال پورې به له افغان لوري سره په لوجیستیکې او تخنیکې برخو کې مرسته وکړي.”
ښاغلي وردک وویل، له امریکايي چارواکو سره یې د ځانګړو پوځي عملیاتو په اړه هم خبرې روانې دي، نوموړي هیله وښووله، چې د دغو عملیاتو د افغاني کولو لپاره به هم یو تړون لاسلیک شي.
ده وویل، چې د دې تړون تر چمتو کولو او لاسلیک وروسته به له امریکا سره د اوږد مهالو سټراټیژیکو همکاریو لپاره لاره خلاصه شي.
په همدې غونډه کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن، افغان ځواکونو ته د بګرام زندان د سپارل د تړون لاسلیکول، افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو د بهیر یوه ښه بیلګه وبلله.
“د ستراټیژیکو اړیکو په پرمختیا کې دا زموږ لپاره یو مهم ګام دی.
دا د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په بهیر کې د پرمختګ یو بل مثال دی او زموږ د هڅو نخښه ده، چې دا باوري کړو، څو افغانستان به نور هیڅکله د نړیوالو ترګرو په خوندي ځالو باندې نه بدلیږي.”
افغان حکومت ته د بګرام زندان د مسوولیت ورسپارلو تړون داسې وخت لاسلیک شو، چې د راپورونو له مخې ویل کېدل، چې افغان حکومت ویلي، هغه وخت به له امریکا سره د اوږد مهالو سټراټیژیکو اړیکو تړون لاسلیک کړي، چې د بګرام زندان وروسپاري او د شپې له خوا د بهرنیو ځواکونو عملیات بند شي.
د چارو پوهان دې پرمختګ ته په کتلو سره باور لري، چې کېدای شي، د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږدمهاله سټراټیژیکو همکاریو تړون د شیکاګو تر کنفرانس مخکې لاسلیک شي.
د ناټو عمومي منشي له ولسمشر حامد کرزي سره په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي وو، چې که دغه تړون د شیکاګو تر غونډې مخکې لاسلیک شي، نو پر دې غونډه به یې هم اغیز ډیر وي.
راپور: معصوم میوند