د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

ویلادیمیر پوتین د دریم ځل لپاره د روسیې ولسمشر شو


پوتین د ټاکنو تر ګټولو وروسته.
پوتین د ټاکنو تر ګټولو وروسته.
د روسیې پخوانی صدراعظم ویلادیمیر پوتین د روسیې د جمهوري ریاست انتخابات وګټل او دا به یې په کرملین کې د کار دریمه دوره وي او تر ۲۰۱۸ کال یې د ولسمشرۍ په څوکۍ د پاتې کیدو لپاره تعهد تر لاسه کړ.

د ازادي راډیو د خبر څانګه په دې اړه په یوه رپوټ کې لیکي، چې ویلادیمیر پوتین په داسې وخت کې د روسیې د جمهوري ریاست انتخابات ګټلي، چې د مخالفینو له اعتراضي مظاهرو سره مخامخ دی او د روسیې اقتصاد په داسې وضعیت کې دی، چې اصلاحاتو ته سخته اړتیا لري.

ویلادیمیر پوتین د یک شنبې په ورځ په خپله هم د رایېو یوه مرکز ته ورغلی و او کله چې یې غوښتل خپله رایه صندوق ته واچوي، د رایې پاڼه یې له لاسه وغورځيده.

د رایې اچونې له دې مرکزه د پوتین تر تګ لږ وروسته د یوکراین د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعینې دې مرکز ته راغللې، خپل کمیسونه یې څيري کړل او د (پوتین غل دی ) نارې یې وهلې.

دوی هڅه کوله چې د راییو هغه صندوقونو ته لاس رسی پيدا کړي، چې پوتین رایه اچولې، خو پولیس راورسیدل او وضعیت یې کنټرول کړ.

تقریباً یوسل او لس ملیونه خلک په روسیه کې د راییو ورکولو په قانوني شرایطو برابر وو او د یک شنبې په ورځ یې په لږترلږه ۹۱ زره مرکزونو کې یې رایې ورکړې.

د روسي مطبوعاتو په حواله، لږترلږه ۶۸۵ تنه معتبرو څارونکود دې انتخاباتي مرکزونو د څارنې چارې پر مخ بیولې.

د دې څارونکو له ډلې لږترلږه ۲۱۹ تنه د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له خوا ګومارل شوي وو. په ټولو انتخاباتي مرکزونو کې ویډيويي کمرې لګول شوي دي.

د یک شنبې د انتخاباتو په ترځ کې ویلادیمیر پوتین لوی اکثریت ګټلی دی، خو د هغه مخالفین او خپلواک څارونکي وایي، چې درغلۍ شوې دي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي د اولو دوو دورو پرمهال د پوتین نه ماتیدونکي او ټینګ اعتبار په خپل حال نه دی پاتې.

د روسیې د حالاتو یوه څارونکي نیکولاس ګوسدف د ازادې اروپا راډیو ته وویل:

″لکه څرنګه چې ټولو اټکل کاوه، پوتین جمهوري ریاست ته ورسید. خو لازمي نه ده، چې دی به هغه اعتبار چې د جمهوري ریاست په لومړیو دوو دورو کې یې درلود، اوس هم ولري. ده انتخابات وګټل خو هغه اعتبار یې نه دی ګټلې چې ده فکر کاوه.″

کله چې د نویمې میلادي لسیزې په وروستیو کې په روسیه کې د کورنۍ بې ثباتي او لانجو په اوج کې پوتین د جمهوري ریاست انتخابات وګټل هغه ته د داسې چا په سترګه ګتل کیدل چې ټینګ هوډ لري او د روسیې د ژغورنې لپاره کار کاوي.

هغه مهال پوتین یو داسې څوک و، چې روسیې ته ثبات راولي خو کارپوهان وايي، چې اوس هغه ته د یوه کمزوري شخص په توګه کتل کیږي.

پوتین د داسې یوې ټولنې رهبري کوي، چې بیلابیلې درزونه او اختلافات په کې موجودې دي. د متوسطې طبقې خلک مظاهرې کوي او قدرت ته د هغه بیا رسیدل غیر قانوني ګڼي.

د روسیې رونډ اندي خلک د دې هیواد د سیاسي او اقتصادي سیسټم د اصلاحاتو او عصري کولو د ضرورت په سر اختلافات لري او ویشل شوي دي.

د بریتانیې د ایکونومیسټ ورځپاڼې خبریال ″اډوارډ لوکاس″ چې ډیر وخت یې د روسیې پر حالاتو رپوټونه جوړ کړي دي، وايي، چې ویلادیمیر پوتین د انتخاباتي کمپاین په ترځ کې د ملاتړ د جلبولو په خاطر داسې ژمنې کړې دي، چې د روسیې اقتصاد یې اصلاً زغم نه لري نو د ده ملاتړ کونکي به مایوسه شي.

″دا ډيره مهمه خبر ده، چې د قانون حاکمیت او ازاد مطبوعات باید په روسیه کې د اصلاحاتو برخه وي. خو کله چې د قانون حاکمیت ټینګ شي او ازاد مطبوعات رامنځ ته شي نو د پوتین او د هغه د ملګرو په اړه به جدي پوښتنې وشي. دا به وپوښتل شي هغوي په څه ډول دومره شتمنۍ پیدا کړې دي؟″

د کارپوهانو په باور د روسیې په روڼ اندو او نخبه ګانو کې د اصلاحاتو په اړه موجود اختلافات دې امکان ته لاره خلاصولای شي؛ چې مخالفین اعتراضي غږ اوچت کړي او د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو لپاره فشار راولي.
XS
SM
MD
LG