د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د ایران مذهبي مشرعلي خامنه یي د قدرت پر سرسیالي ګټلې


د ایران د تیرې جمعې د ورځې د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي چې د ایران سترمذهبي مشر ایات اله علي خامنه یي له ولسمشر محمود احمدي نژاد څخه د قدرت پرسرسیالي ګټلې او دغه انتخابات به د هغه قدرت نورهم پیاوړی کړي.

د ایران د محافظه کاره نظام د پلویانو د ازمویلو په لړ کې داسې ښکاري چې بالاخره د ایران د ټولنې سنتي اړخ بریالی شوی دی.

د ایران د پارلمان لپاره د مارچ د دوهمې نېټې د انتخاباتو له لومړنیو نتیجو څخه څرګنده شوې، چې د ایران د مذهبي مشر ایات اله خامنه یي پلویانو د ۲۹۰ کسیز پارلمان ډیرې څوکۍ ګټلي دي.

دغه نتیجه به د ولسمشر محمود احمدي نژاد لپاره چې د قدرت پرسرله سترمذهبي مشر سره په مبارزه کې ښکیل و، د ماتې او د خامنه یي د قدرت د لا پیاوړي کیدو په مانا وي.

د تیرې جمعې د ورځې د انتخاباتو د رایو شمېرنه روانه ده، خو د پارلمان د ۱۹۰ څوکیو ګټونکې اعلان شوي دي.

د ګټونکو په ډله کې څو ښځې او خپلواکه کاندیدان شامل دي، خو اصلاح غوښتونکې په کې نه ښکاري. د اپوزیسیون د شنه غورځنګ ترمشرۍ لاندې اصلاح غوښتونکو دغه انتخابات تحریم کړي و.

په تهران او یو شمېر نورو سیمو کې به انتخابات د دوهم ځل لپاره ترسره شي ځکه په دې سیمو کې یو کاندید هم نه دی توانیدلی چې د بریالیتوب لپاره لازمې رایې خپلې کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار وویل، چې ۶۰ کاندیدان به په دوهم دور انتخاباتو کې له یو بل سره سیالۍ کوي، هغه د انتخاباتو د دوهم دور نیټه اعلان نه کړه.

په ایران کې سیاسي ګوندونه د فعالیت اجازه نه لري، خو د اصول ګرایانو متحدې جبهې چې په کې د خامنه یي عنعنوي او سخت دریځې محافظه کاره پلویان راغونډ شوي، د پارلمان زیاتره څوکۍ ګټلي دي.

د ایات اله یزدي په مشرۍ جبهه پایداري چې په کې تندلارې راغونډ شوي، دوهم ځای نیولی دی.

له دې ډلې سره د احمدي نژاد پخواني ملاتړي، چې په وروستیو کې یې له هغه خپله لار جلا کړې، هم یوځای شوي دي.

د چارو څیړونکې وایي، داسې ښکاري چې دغه انتخابات د ولسمشر لپاره چې په پارلماني انتخاباتو کې یې کاندیدو پلویانو د کمپاینونو په ترڅ کې ډیر شور او زوږ نه و جوړ کړی، ماتې بلل کیږي.

د ولسمشر لپاره تر ټولو غټ شرم دا دی چې د هغه کشرۍ خور پروین چې د لومړي ځل لپاره یې ځان کاندید کړی و، په دې ونه توانیده چې په خپل ټاټوبي ګرمسیر کې د پارلمان څوکې وګټي.

پروین احمدي نژاد ویلي، چې دا به په انتخاباتو کې د سرغړونو په اړه شکایت وکړي.

په پاریس کې میشت د مذهبي چارو فعال مرتضی کاظمیان فردا راډیو ته وویل، چې هغه خپلواکه کاندیدان به چې پارلمان ته یې لار پیدا کړې، په راتلونکې کې د دې پارلمان پرسیاستونو اغیز وکړي:

"یو زیات شمېر خپلواکه کاندیدانو د پارلمان څوکۍ ګټلي دي، باید دې ته انتظار وباسو چې کله پارلمان په کار پیل کوي، دوي به له کوم سیاسي ځواک او د قدرت له مرکزونو سره یوځای کیږي."

په تهران کې میشت د سیاسي چارو یوه څیړونکې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادی راډیو ته وویل، چې د انتخاباتو وروستۍ نتیجه به په ډاګه کړي چې احمدي نژاد ته څومره ضربه ورکړل شوې ده.

چارواکو ویلي، چې په انتخاباتو کې د مستحقو رایې ورکونکو ګډون په سلو کې ۶۵ و، خو د عیني شاهدانو په وینا چې فردا راډیو ته ویلي چې په تهران او نورو سیمو کې د رایې ورکولو مرکزونه د ورځې په جریان کې له خلکو خالي و، داسې ښکاري چې د ګډون کونکو شمېر به له دې کم وي.
XS
SM
MD
LG