د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

په روسیه کې د ولسمشرۍ ریاست د ټاکنو لپاره رايه اچونه پیل شوه


په روسیه کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره رايي ګیري پيل شوې ده او ګڼ شمېر خلک په دې باور دي چې صدراعظم ویلادیمیر پوتین به یې وګټي.

د ویلادیمیر پوتین په وړاندې څلور نور کاندیدان د جمهوري ریاست لپاره دریدلي دي،د انتخاباتو پروسه د روسیې د لیرې ختیځ په د رايې ورکولو په مرکزونو کې پيل شوه .

د چوکوتکا او کمچاکا د سیمې خلکو د سهار په اتو بجو د راییو مرکزونو ته نوبت نیولی وو، څو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې، چې په ټوله روسیه کې د سهار له اتو بجو څخه د رایو مرکزونه د ماخوستن تر اتو بجو پورې پرانیستي وي.

ویل کیږي، چې تقریبا یوسل او لس میلیونه خلک په روسیه کې د راییو ورکولو په قانوني شرایطو برابر دي او په ۹۱ زره مرکزونو کې به رایې ورکوي.

د روسيي مطبوعاتو په حواله ، لږ تر لږه ۶۸۵ تنه معتبر څارونکي به د انتخاباتي مرکزونو د څارنې چارې پر مخ بیايي .

د دې څارونکو له ډلې لږترلږه ۲۱۹ تنه د اروپا د امنیت اوهمکارۍ د سازمان له خوا ګومارل شوي دي.

په ټولو انتخاباتي مرکزونو کې ویډيويي کمرې لګول شوي دي، د روسیې د ارتباطاتو وزیر ویلي چې د دې هېواد په ختیځ کې د راییو د مرکزونو له پرانیستل کیدو څخه یو ساعت وروسته د کمرو له لارې ثبت شوي رپوټونه څرګندوي چې لږ تر لږه یو میلیون کسان د راییو دې مرکزونو ته تللي دي.
XS
SM
MD
LG