د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

"د امریکايي ډیپلوماټانو وژنه له مخکې نه پلان شوې وه"


د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمسیون یو پلاوی، چې د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو امریکایی سلاکارنو د وژنې د پیښې د څیړلو لپاره ټاکل شو و، دغه پیښه له مخکې نه پلان شوې وبلله. پلاوي دشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته دخپلو څېړنو رپورټ وړاندې کړ

د ولسي جرګې د امنیتي د کمسیون د پلاوي په رپورټ کې د دوو امریکایی سلاکارانو د وژنې په پیښه کې تر ډیره د دغه وزارت د امنیتي چارو مسوولین ګرم بلل شوي او د هغوی د قانوني تعقیب سپارښتنه شوې.

د ولسي جرګې دې پلاوي د شنبې په ورځ پوره یوه اوونۍ وروسته له هغې خپل رپورټ د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ، چې دوه امریکایي سلاکاران د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې ووژل شول.

د دې پلاوې یوې غړې میرمن نظیفه ذکي غونډې ته د خپل رپورټ د وړاندې کولو په مهال په دې هم ټینګار وکړ، چې دا یو له مخکې نه پلان شوې پیښه وه او د وزارت امنیتي چارواکي د هغې په مخنیوي کې پاتې راغلي.

″د ولسي جرګې د امنیتي کمسیون له خوا د استول شوي پلاوي تحقیقات ددې څرګندویي کوي، چې د عبدالصبور له خوا شوې عمل له مخکې نه یو پلان شوې او کورډینه شوې عمل وو. د کورنیو چارو وزارت هغه کسان تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي، چې پدې برخه کې یی غفلت کړې.

د کورنیو چارو وزارت د قرارګاه قومندان او د پولیسو د امنیت لویی مدیر، چې په دغه وزارت کې کشفي استخباراتي مسؤلیتونه په غاړه لري ژر تر ژره تر قانوني تعقیب لاندې او ان څارنوالۍ محاکمو ته دې واستولې شي څو نورو ته د عبرت سبق شي او دداسې پیښو مخنیوې وشي.″

د ولسي جرګې د پلاوي لخوا، چې ددې پیښې د څیړلو لپاره ګمارل شوې وو، دا سپارښتنه پداسې حال کې شوې، چې پولیس ددې پیښې د لامل په نیولو کې پاتې راغلي.

پولیس د دې پیښې تر شا د خپل یو مامور عبدالصبور لاس ښکیل بولي، چې اوس فراري دې او د ولسي جرګې پلاوي هم وویل، چې د پیښې په ځای کې موندل شوي شواهد تر ډیره دا ښیۍ، چې په دې پیښه کې صبور لاس لري.

د میرمن ذکي د معلوماتو له مخې د پیښې په ځای کې د مرمۍ موندل شوي خولونه د هغې تفنګچې دي، چې د کورنیو چارو وزارت لخوا عبدالصبور سالنګي ته په واک کې ورکړل شوې وه.

″خول او د خول سر، چې د پیښې له ځای څخه د جرم د مادې شواهدو په توګه حفظ شوي، چې د بیلاسټکي معامیناتو لپاره د کرمینل تخنیک ادارې ته واستول شول.

دا خولونه د مایکروسکوپ په وسیله له هغو خولونو سره مقاسیه شول، چې مخکې د یو شپیتو اوه اویا تفنګچې نه اخستل شوي وو. دا تفنګچه عبدالصبور ته ورکړا شوې وه او په پایله کې دا روښانه شوه، چې دا خولونه د همدې تفنګچې وو.″

خو له دې پیښې سره تړلي ځینې نور مسایل لا هم روښانه نه دي او هغه پدې معنې، چې دغه کس په څه ډول سره د بهرنیو سلاکارانو دفتر ته ځان رسولې، دوی یې وژلي او مهمه دا، چې څه ډول په تیښته بریالی شوی دی.

تر دې مخکې هم داسې پیښې لیدلې شوي، خو د کورنیو چارو په وزارت کې دننه دې پیښې تر ډیره د امنیتي چارواکو باور زیانمن کړې او ورسره دا ویره هم ښودلې کیږي، چې دا به ددوی او د بهرنیو ځواکونو ترمنځ په اړیکو ناوړه اغیز وکړي
XS
SM
MD
LG