د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

ملګرو ملتونو له کندوز څخه خپل ټول کارکوونکي وايستل


سالارزى
سالارزى
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر له کندوز ولایت څخه خپل ټول بهرني کارکونکي ایستلي دي. دا ګام له هغو مظاهرو او تاوتریخوالي وروسته اخيستل شوی چې په باګرام اډه کې قران کریم ته د سپکاوي په عکس العمل کې وپارېدې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر ویاند وايي دې سازمان له کندوز ولایت څخه په موقت ډول خپل کارکوونکي نورو سیمو ته انتقال کړي دي.

نظیف الله سالارزي ازادي رادیو ته وویل دا ګام په کندوز ولایت کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د وروستۍ حملې او له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو څخه وروسته اخيستل شوی دی.

خو نوموړي وویل چې د وضعيت په سمېدو سره به د ملګرو ملتونو بهرني کارکوونکي بېرته په کندوز کې خپل فعالیت پیل کړي.

سالارزي وویل یوازې له کندوز څخه دوي خپل بهرني کارکوونکي ایستي او دا لړۍ به نورو ولایتونو ته ونه غزېږي.

په باګرام اډه کې قران کریم ته د سپکاوي په عکس العمل د کندوز په شمول د افغانستان په اکثرو ولایتونو خلکو له غوسې ډکې مظاهرې وکړې چې له امله يې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

په کندوز کې ددغو مظاهرو په لړ کې د درېیو کسانو د وژل کېدو او پنځوسو نورو د ټپي کېدو راپورونه رسېدلي دي.

ملګرو ملتونو دا ګام وروسته له هغې واخيست چې ناټو د امنیتي ملحوظاتو له امله خپل هغه ټول سلاکاران چې د افغان دولت په وزارتونو او ادارو کې کار کوي، له وظیفو څخه راوبلل.
XS
SM
MD
LG