د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د کرنې وزارت سږنې واورې او ورښتونه ګټور ګڼي


د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مجیداله قرار
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مجیداله قرار
که څه هم د سږني ژمي واورو او ورښتونو، د هېواد په ځینو سیمو کې خلک له ستونزو سره مخ کړل، خو دا هیله یي هم پیداکړه چې راتلونکي کال ته به د اوبو د ذخیرو زیاتوالی، د دوي پر حاصلاتو مثبت اغیز وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، وریدلې واورې او د راتکونکې پسرلي ورښتونه به د اوبو لګولو سیستم د تیرو کلونو په نسبت زیات فعال وساتي.

د دې وزارت ویاند مجیداله قرار د دوشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، د راتلونکې کال حاصلات به تر یوه ځایه، له بهر څخه د غلې دانې د وارداتو کچه کمه کړي:

"د سږ کال واورو دا هیله پیدا کړه چې، یخچالونه زیات او د اوبو ذخیرې پراخې کړې، که کال ته د حرارت درجه پورته نه شوه، د کال تر پایه پورې به اوبه فصلونه تازه وساتي.

واورې چې ډیره موده پر فصلونو پرته وي، ډیر کرنیز مرضونه هم ورکوي، دا واورې به پر غلې دانې سربیره د تازه میوو حاصلات هم زیات کړي."


افغانان او په تیره بزګر وایي، چې حکومت تر اوسه نه دی توانیدلی چې، د اوبو پراخې ذخیرې جوړې او ځمکې پرې خړوبې کړي.

دوې وایي، د هېواد ډیرې روانې اوبه لامهار شوي نه دي او د دې پرځای چې د هېواد تږې او د کرنې وړ ځمکې پرې خړوبې شي، بهرنیو ملکونو ته اوړي.

د کرنې وزارت مني چې تر اوسه په هېواد کې د اوبو د ذخیرو یو منظم سیستم نشته، خو هڅه کوو چې د وزارت د ستراتیژیکو پلانونه له مخې، شته ستونزه په اوږد مهالو پروګرامونو کې اواره کړو.

افغان بزګر سره له دې چې له حکومت څخه کافي بذري تخمونه، کېمیاوې سرې، د بندونو جوړول، کرنیز پورونه او تخنیکي وسایل غواړي خو وریدلو واورو او د راتلونکي پسرلي احتمالي ورښتونو هیله مند کړي چې حاصلات به یي د تیرو کلونو په نسبت ښه وي، دوه تنه ازادۍ رادیو ته وایي:

"زما نوم جلال دی، اوبه به زیاتې او په لېرې پرتو سیمو کې د روانو اوبو ترڅنګ کاریزونه ډک شي، پر حاصلاتوبه ښه اثر وکړي، خو د کرنې وزارت په لېرې پرتو سیمو کې له بزګرو سره لازمه مرسته نه ده کړې."

ښاغلي قرار زیاته کړه، هېواد یي هر کال څه باندې پنځه میټریک ټنو غلی ته ضرورت لري، تیر کال په کې د وچکالی له امله څه کم دوه میلیونه ټنه کموالی راغی او مجبور شو چې له بهر څخه یي وارد کړو.

افغانستان یو کرنیز هېواد دی چې غله دانه یي له اوارو ځمکو او للمو څخه ترلاسه کېږي.

قرار وایي، د دوې مربوطې مسلکي څانګې دا وړاند وینه هم کوي چې د راتلونکي پسرلي ورښتونه به للمي هم د دې وړ کړي چې، ښه حاصلات ترې پورته شي.

راپورخان محمد سیند
XS
SM
MD
LG