د پاکستان د داخله چارو وزير رحمن ملک په بهرنيو هېوادونو کې د مېشتو بلوڅو مشرانو په خلاف د ټولو دوسيو د ختمولو اعلان کړى دى. دۀ ويلي چي بهرمېشتي بلوڅ ملتپال دي بيرته هېواد ته ور ستانه شي دى به يې پخپله هرکلى وکړي، خو د پاکستان په پارلمان کې يوه بلوڅ مشر بيا رحمن ملک د دغو قضيو په ختمولو کې بېواکه ګڼلى.
د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د بلوچستان لپاره د حقوقو د ځانګړې بوديجې- چي اعلان يې د ٢٠٠٩م کال په نومبر کې شوى وو- د اجرا لپاره غونډه وشوه، د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک تر دې غونډې وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چي حکومت به يې د بلوچستان پينځلس زره ځوانانو ته د کارزدکړې زمينه برابروي او دوى ته به هره مياشت پينځلس زره کالدارې هم ورکوي.
رحمن ملک اعلان وکړ چي په بهرنيو هېوادونو کې د مېشتو بلوڅو سياسي مشرانو په خلاف به په پاکستان کې ټولې قضيې ختمې کړي. دۀ وويل چي که جلاوطنه بلوڅ وروڼه خپل هېواد ته را ستانه شي، دى به يې پخپله هرکلى وکړي:
"تر کومه ځايه چي د برهمداغ بګټي خبره ده زه د هغه د ټولو دوسيو د ختمولو اعلان کوم، زه د حيربيار په خلاف ټولې قضيې ختموم، چي هر څومره جلاوطنه بلوڅ مشران دي هغوى دي خپل هېواد ته را ستانه شي زه به يې هرکلي ته ورځم"
رحمن ملک وويل چي له دې وروسته به ملېشه ځواکونه په هيڅ يوه بلوڅي سيمه کې پخپل سر پوځي عمليات نه کوي او د اړتيا له مخې چي په هره سيمه کې کله عمليات کوي نو د هغې سيمې له انتظامي مشره به اجازه اخلي:
"اوس مو دا پرېکړه کړې چي ملېشه ځواکونه که هر ډول پوځي عمليات کول وغواړي نو دوى به له ايالتي حکومته او د هرې سيمې له مسوول چارواکي اجازه اخلي او اعلى وزير به مکلف وي که په بلوچستان کې هر ډول ناکراري وي دى به موږ خبروي، موږ به اقدام کوو"
رحمن ملک وويل که د بلوچستان اعلى محکمه يا ايالتي حکومت دۀ ته ووايي نو دى به له هېواده بهر د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د نيولو امر صادر کړي. رحمن ملک زياته کړه چي په بلوچستان کې يواځې دوه څلوېښت تنه ورک دي او د نورو په اړه هسې اوازې خپرېږي.
د بلوچستان نېشنل ګوند عوامي څانګې يوۀ مرکزي وزير اسرارالله زهري د رحمن ملک خبرې بې باوره ګڼلې دي او ويلي يې دي چي هغه د بلوچستان د اوتل سيمې امنيتي پوسته نه شي ختمولاى، د بلوڅو مشرانو قضيې به څنګه ختم کړي، وايي شپږ مياشتې وروسته به رحمن ملک پخپله په لندن کې د پناه اخيستو په لټه کې وي.
د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا دا هڅې په داسې حال کې کېږي چي هلته د تېرې جمعې په ورځ په امريکايي کانګرس کې د روهرابکر په نامه د يوۀ جمهوري غوښتونکي له خوا د خپلواک بلوچستان لپاره قردراد وړاندې شو او اکثرو بلوڅو ملتپالو يې نه يواځې هرکلى وکړ، بلکې دا يې د بلوڅو د قربانيو نتيجه وګڼله او له امريکا او ناټو څخه يې په مستقيم ډول په بلوچستان کې د مداخلې غوښتنه وکړه، خو د نواب اکبر بګټي د مشر زوى نوابزاده طلال بګټي زوى او د جمهوري وطن ګوند مشر شازين بګټى بيا تر ازادۍ په کمه هم د بلوچستان د شخړې حللاره په ګوته کوي:
"پخوانى تقاعد پوځي جنرال پروېز مشرف بايد د نواب اکبر بګټي د وژنې په قضيه کې ونيول شي، پوځي عمليات بايد ودرېږي او پوځونه له بلوڅي سيمو و ايستل شي، د خلکو د تښتونو، وژنو او د هغوى د خرابو مړيو د موندلو لړۍ بايد ودرېږي"
ټاکل شوې ده چي د روانې مياشتې په پاى کې په بلوچستان کې د خرابو امنيتي حالاتو او د مرورو بلوڅو د پخلاينې لپاره د حکومت او اپوزيسون ګوندونو په مشرۍ د ټولو ګوندونو يو ګډ کنفرانس جوړ شي، خو د بلوڅو ملتپالو ګوندونو وار له مخه لا اعلان کړى چي په دې کنفرانس کې برخه نه اخلي، د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزيره فردوس عاشق اعوان وايي مرور بلوڅان به په دې کنفرانس کې ګډون ته وهڅوي:
"تر څو چي مرور بلوڅ مشران په خبرو کې شامل نه کړو تر هغه وخته د بلوچستان شخړه هغسې چي زموږ حکومت او مشران يې حل کول غواړي نه شي حل کېداى، اکبربګټي چي په څه بې رحمانه ډول و وژل شو، له هماغه ځايه د بلوڅو پر زخمونو مالګه وشيندل شوه، موږ غواړو چي د دوى پر دغو زخمونو بايد مرهم کښېښوول شي"
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي هم پرون له يوه پاکستاني ټلويزون سره په مرکه کې وويل چي بلوڅ ملتپال ګوندونه په دې کنفرانس کې برخه نه اخلي، نو دوى هم پکې برخه اخيستل بې ګټې بولي، هلته په لندن کې مېشت د پاکستان د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسين هم ويلي دۀ به له ډېره وخته ويل چي بلوچستان ته بايد توجه وشي، خو اوس چي خبره سنګين حد ته رسېدلې، د ټولو ګوندونو ګډ کنفرانس به يې د ستونځو په هوارولو کې هيڅ نتيجه ور نه کړي.
بارکوال مياخېل- پاکستان