د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

د بخښنې سازمان پر کورنيو بېځایه شويو اندېښنه وښوده


امنیسټي انټرنیشنل یا د بخښنې نړېوال سازمان وایي، چې هره ورځ څلور سوه افغانان د هېواد دننه د بېلابېلو ستونزو له امله خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته ځي.

د بخښنې نړېوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یو راپور خپور کړ، چې د کورنیو بې ځایه شوېو کسانو د وضیعت په اړه په کې ژوره اندیښنه ښودل شوې.

د دغه سازمان د پالیسی ریس میخایل ګارسیا بوچینیک په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د سرپنا،خوراکي موادو او روغتیایي امکاناتو نشتوالي د بې ځایه شوېو کسانو ژوند ته لوی ګواښ دی او حکومت باید په دې اړه جدي اقدامات وکړي:

(لومړني امکانات لکه خوراکي مواد، کمپلې او دارو دغو بې ځایه شوېو کسانو ته ډیر اړین دي او باید افغان حکومت او نړېواله ټولنه دغه ورته برابر کړي او په اوږد مهاله کې افغان حکومت باید دغو بې ځایه شوېو ته د حل دایمي لاره پیدا کړي.

دا ډیره مهمه موضوع ده، په تقریبي توګه هره ورځ څلورسوه افغانان له خپلو کورونو څخه بې ځایه کیږي.)

د بخښنې نړېوال سازمان په دغه راپور باندې درې کاله کار کړی او په کې یې له سلو کورنیو بې ځایه شوېو کسانو سره مرکې هم کړي دي.

د راپور د خپرولو پرمهال د کورنیو بې ځایه شوېو کسانو یو شمېر استازي هم موجود وو، چې خپلې ستونزې یې یادې کړې:

(۱ حکومت باید مخکې له مخکې زموږ غم وخوري، موږ د حکومت رعیت یو، خو اوس له حکومت څخه بیخي نا هیلي شوی یو.

۲ دا څلور کاله کیږي چې موږ راغلي یو، موږ ته یو حکومتي کس هم رانه غی چې مشکل خپل ورته ووایو، د سروبي په اوزبین دره کې جنګ دی)

خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، چې دوي هڅه کوي کورنی بې ځایه شوي کسان بیرته خپلو ولایتونو او یا ګاونډیو ولایتونو ته ولیږدوي.

د دغه وزارت ویاند اسلام الدین جرات ازادۍ راډیو ته وویل، لویه ستونزه دا ده چې کورني بې ځایه شوي کډوال غواړي چې یوازې په کابل کې ژوند وکړي او دوي نه شي کولای چې ټولو ته په کابل کې د ژوند زمینه برابره کړي:

(د کډوالو چارو وزارت د نورو ادارو په ګډون اوس مهال هڅه کوي چې دغه بې ځایه شوي کسان خپلو اصلي سیمو یا ګاونډیو ولایتونو ته ولیږدوي.

خو اوس مهال ټولې بې ځایه شوې کورنۍ چې شمېر یې څلورشپیته زرو ته رسیږي، غواړي چې کابل کې ورته د هستوګنې نمرې ورکړل شي، نو دا ډیره ستونزمنه ده.)

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرومرستندوی ماموریت یا یوناما هم یوراپور خپور کړ چې په کې ویل شوي په تیر ۲۰۱۱ میلادي کال کې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو شمیر د ۲۰۱۰ کال په پرتله پنځه څلویښت فیصده زیات شوی دی.

کورني بې ځایه شوي کسان له کابل سربیره د هیواد یو شمیر نور با امنه ولایتونو کې اوسیږي چې روان سوړ ژمی یې ژوند لا له ستونزو سره مخ کړی دی.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG