د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

کهر:هیله ده له امریکا سره په خپلو اړیکو کې اوسنۍ ستونزې حل کړو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا ربانی کهر تیره ورځ وویل، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به په لندن کې له خپلې امریکاېې سیالې هیلري کلینټن سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلو اړیکو په اړه به خبرې وکړي.

کهر وویل، هیله منه ده، چې پاکستان او امریکا به په خپلو اړیکو کې اوسنۍ ستونزې حل کړي، خو نوموړې وویل، د روابطو د بیرته عادي کیدو لپاره ځیني مخکیني شرطونه شته چې په کې هغه لارې چارې هم شاملې دي چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې وویل، د هېواد پارلمان يې دا مهال له امریکا سره د اړیکو د څرنګوالي پر موضوع غور کوي.

نوموړې زیاته کړه، چې د پاکستان له خوا امریکا او ناټو ته د ټاکل شوېو سرو کرښو څخه په وار وار سرغړونه شوې ده.

د واشنګټن او اسلام اباد تر منځ کړکیچنې اړیکي وروسته له هغې نورې هم بحراني شوې چې ناټو تیر میلادي کال د پاکستان پر خاوره هوايي حمله وکړه او ۲۴ پاکستاني سرتیري يې ووژل.
XS
SM
MD
LG