په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو تر اوسه د سعودي عربستان وروستیو غوښتونو ته کوم ځواب نه دی ویلې، خو د افغانستان د سولې عالي شورا د سعودي عربستان د یوه چارواکي وروستۍ څرګندونې ستايي.
د سولې د عالي شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزي د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په ځانګړي مرکه کې وویل، چې افغان حکومت له دې مخکې له ریاض څخه غوښتي وو، څو له دوې سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.
نوموړی وایي، که څه هم اوس مهال د سولې لپاره ډیرې هلې ځلې روانې دي، خو وایې، که دا خبرې په سعودي عربستان او یا هم قطر کې وشي، فرق نه کوي، بلکې مهمه یې پایلې دي.
د سعودي عربستان یوه چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې، ویلي، که چېرې وسله وال مخالفین خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او له القاعده شبکې سره خپلې اړیکي پرې کړي، دوې حاضر دي، چې د سولې د خبرونو منځګړیتوب وکړي.
مخکې له دې چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اړیکې ټینګي شي، افغان حکومت په سعودي عربستان یا ترکیې کې له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو ملاتړ کاوه.
خو د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د سعودي عربستان وروستي شرطونه طالبانو ته یو جدي پیغام بولي.
د سیاسی چارو کار پوه یونس فکور وایی، چې وسله وال طالبان باید د سولی لپاره د اسلامی هیوادونو سپارښتونو ته پام وکړي، ځکه چې د فعالیت کړی یی را تنګیږي او خپل ملاتړی له لاسه ورکوي.
ښاغلی فکور وایی، که څه هم وسله وال طالبان د سولی لپاره لیواله دی خو وایی، چې د پاکستان له ویری نشی کولای د سولی لپاره د خبرو میدان ته رامخ کی شی.
سعودی عربستان پداسی حال کې له وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ په مشروطه توګه د منځګړیتوب خبره کړې، چې د امریکا متحده ایالات په قطر کې طالبانو ته د یوه دفتر د پرانستلو هڅه کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د وسله والو مخالفینو لپاره په قطر کی دسیاسی دفتر د پرانیستلو لپاره د افغانستان او د قطر د حکومتونو ترمنځ یو څرګند تفاهم ته اړتیا ده.