د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

"ناامنیو د یوشمېر ولایتونو نجونې د کانکور له ازموینې بې برخې کړې"


بری صدیقي
بری صدیقي
د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وایې چې،زابل، نورستان، پکتیکا او ارزګان هغه ولایتونه دي چې د ناامنیو له امله په کې نجونو ونه شول کړای چې سږ کال د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي.

د دې وزارت مرستیال بری صدیقي د دوشنبې په ورځ د کابل ښار د لیسو له فارغانو څخه د کانکور د ازموینې د اخیستو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې سربیره پر یادو ولایتونو، په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د کانکور په ازموینه کې د نجونو برخه لږه وه:

«څلور ولایتونو زابل، ارزګان، پکتیکا او نورستان کې، نجونو ونه شول کړای چې د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي، هیله ده په دې ولایتونو کې امنیتي او نور شرايط مناسب شي ترڅو د دې ولایتونو نجونې هم وکړای شي د هلکانو سره لوړ و زده کړو ته دوام ورکړي.»

ښاغلي صدیقي وویل، اوس مهال د کابل ولایت د مرکزاو ولسوالیو د لیسو
له څه باندې دولس زرو فارغانو څخه چې دوه څلویښت فیصده په کې نجونې دي، د کانکور ازموینه اخیستل کیږي.

په ولسي جرګه کې د زابل، ارزګان، پکتیکا او نورستان د ولایتونو استازي وایې چې د دوې په سیمو کې له یوې خوا ناامنیو او له بلې خوا ناوړه دودونو لاس یو کړی او د نجونو د تحصیل مخه یې نیولې ده.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا د ولایت استازي حاجي نادرخان کټوازی ازادۍ رادیو ته د خپلې سیمي د ستونزو په هکله وویل:

«د پکتیا ولایت نجونې هم حق لري چې لوړې زده کړې وکړي، موږ یوازې له دولته نه بلکه د قومي مشرانو، روښانفکرانو، دیني عالمانو څخه غواړو چې په دې لاره کې بیلیغ او هڅې وکړي ترڅو کورنۍ حاضرې شي نجونې لوړې زده کړي وکړي.»

سربیره پر یادو ستونزو د کانکور په ازموینه کې د شفافیت کموالی بله اندیښنه ده چې په زرګونو زده کوونکي یي لوړو زده کړو ته نه دي پرې ایښي.

خلک وایې، هر کال د هېواد له لیسو څخه په لسګونو زره زده کوونکي فارغیږي خو ټول یې پوهنتونونه نه شي جذبولی، د همدې له امله په لسګونو زره ځوانان په کانکور کې بې نتیجي او په ورځني ژوند کې وزګار پاتې کیږي.

راپورخان، محمدسیند
XS
SM
MD
LG