د ایران د تیلو وزارت وایې، ایران پر بریتانوي او فرانسوي کمپنیو د تیلو خرڅلاو بند کړي دي.
د تیلو د وزارت په انترنت پاڼه کې د دې وزارت ویاند علي نیکزاد پرون وویل، چې بریتانوي او فرانسوي کمپنیو ته د تیلو پلورل درول شوي او دا هېواد خپل تیل پر نورو هېوادونو پلوري.
ایران وروسته له هغې چې اروپایي اتحادیي د دې هېواد د خامو تیلو پر صادراتو د بندیز لګولو پریکړه وکړه، له څو او نیو راهیسي ګواښ کړی و، چې اروپا ته د تیلو صادرات دروي.
اروپایې اتحادیې تیره میاشت د ایران د اټومي پروګرام په خاطر چې لویدیځ شک کوي، په پټه اټومي وسلو ته پراختیا ورکوي، پر تهران سخت بندیزونه ولګول.
په دغو بندیزونو کې د ایران د مرکزي بانک د شتمنیو بندول او د جولای له لومړی نیټی د دې هېواد د خامو تیلو پر وارداتو بندیز لګول هم شامل دی.
د اروپایي اتحادیي اویشت غړي هېوادونه د ایران د تیلو د صادراتو په سلو کې شل برخه جوړوي.
تر اوسه بریتانوي او فرانسوي چارواکو د ایران د دغې پریکړې په وړاندې عکس العمل نه دی څرګند کړی، خو د فرانسې خبري اژانس وایي چې داسې نه بریښي چې دغه پریکړه به ډيره مهمه وي.
اژانس وایي، فرانسې تیر کال د خپلو اړتیا وړ تیلو په سلو کې درې یانې د ورځې ۵۸ زره بیرله له ایران څخه واردول او ویل کیږي، چې بریتانیا له دې هېواده له مخکې د تیلو واردات درولي دي.
خو په هر صورت د ایتالیا، فرانسې او یونان په شمول د اروپايي اتحادیي نور غړي د ایران د تیلو لوی واردونکې دی.
که څه هم د ایران د تیرې ورځې پریکړه پر دغو هېوادونو اغیز نه کوي، خو دوې د اروپایي اتحادیې په هغه پریکړه کې شامل دي، چې د جولای له لومړی نېټې یې د ایران د تیلو پر وارداتو بندیز لګولی دی.
ایران د اوپک یا د تیلو د تولیدونکو او صادرونکو هېوادونو په سازمان کې له سعودي عربستان وروسته په نړۍ کې د تیلو دوم لوی صادرونکی دی.
دا هېواد د ورځې درې نیم میلیون بیره تیل تولیدوي چې دونیم میلیون بیرله یې بهرته صادروي.
ایران په سلو کې اویا تیل اسیایي هېوادونو په تیره هند او چین ته صادروي.
د دې هېواد د عواید و اساسي منبع هم په تیلو ولاړه ده.