د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

امریکا او بریتانیا:اسراییل دې د ایران پر اټومي تاسیساتو برید نه کوي


د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییلو له خوا د احتمالي حملې په اړه د نړېوالو مخ په زیاتیدونکو اندیښنو په ترڅ کې د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا پرون له اسراییلو وغوښتل، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو برید ونه کړي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارټین ډیمسي او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ په جلا بیانونو کې وویل، چې پر ایران د اسراییلو حمله به ناوړه عواقب له ځان سره ولري او له دې هېواده یې وغوښتل، چې د هغو بندیزونو د اغیز لپاره وخت ورکړي، چې د نړېوالې ټولنې له خوا د ایران د اټومي پروګرام په خاطر پردې هېواد لګول شوي دي.

اسراییلو د دغو بندیزونو هرکلۍ کړی، خو په دی وروستیو اونیو کې یي نه یواځې دا چې پر ایران د یوې احتمالي پوځي حملې خبره رد کړې نه ده بلکه داسې نښې نښانې یې هم ښودلي چې نور صبر او حوصله نشي کولای.

اسراییل د یو اټومي وسلې لرونکي ایران خپل موجودیت ته ګواښ بولي او د دې ادعا د ثبوت لپاره یې تل په دی ټینګار کړی چې دا هېواد په سیمه کې د سخت دریځو عربي ډلو ملاتړ کوي او هم یي مشرانو د یهودي دولت د ورانولو غوښتنه کړې.

اسراییل دغه راز تیره اونۍ ایران په هند، ګرجستان او تایلند کې پر اسراییلي دیپلوماتانو په حملې او د بریدونو په توطیو کې په لاس لرلو تورن کړ.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ولیام هیګ له بي بي سره په مرکه کې وویل، چې بریتانیا له ډیپلوماتیکې لارې پر ایران د فشارونو په زیاتوالي تمرکز کړی او د ده په باور په اوس وخت کې به دا عاقلانه کار نه وي چې اسراییل پر ایران پوځي حمله وکړي.


که څه هم اسراییل د سیمې د هېوادونو پر اټومي تاسیاستو د بریدو نو تجربه لري خو کار پوهان په دې اړه شک کوي چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل برید به مطلوب نتایج له ځان سره ولري.

دوي ویلي د ایران اټومي تاسیسات تر مځکې لاندې دي او لېرې بریښي چې د اسراییل په حملو کې به هغه په بشپړه توګه ویجاړ شي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډیمسي له امریکایي سي ان ان سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، اسراییل دا توان لري چې پر ایران حمله وکړي او د اټومي فعالیتونو پرمختګ یې څوکاله شاته وغورځوي، خو ښایي ونشی کولای چې ځینو اهدافو ته ورسیږي.

هغه همدا راز اندیښنه څرګنده کړه، چې په اوس وخت کې د ایران پر اټومي تاسیاستو د اسراییلو حمله به په خلیج هېوادونو او افغانستان کې چې امریکایي ځواکونه دیره دي، د امریکا پر اهدافو متقابلو حملو ته لار پرانیزي.
XS
SM
MD
LG