د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

پاکستان د خپلواک بلوچستان په غوښتلو سخت غوسه دی


په امريکا کې د پاکستان سفيرې شېري رحمن
په امريکا کې د پاکستان سفيرې شېري رحمن
د امريکا په کانګرس کې د بلوچستان د خپلواکې په اړه وړاندې شوى پرېکړه ليک په پاکستان کې په حکومتي کچه په کلکه غندل شوې او هغه يې د ملګرو ملتونو له منشور او نړېوالو قوانينو سرغړاوى بللى دى.

په امريکا کې د پاکستان سفيرې شېري رحمن ويلي، چې د دې پرېکړه ليک په اړه به د امريکا له چارواکو سره مستقيمې خبرې وکړي.

د جمعې په ورځ د امريکا په کانګرس کې د امريکا د جمهوري غوښتونکېو د ګوند د استازي ډينا روهرابکر له خوا وړاندې شوی پرېکړه ليک- چې په کې بلوڅانو ته د يوۀ خپلواک بلوچستان غوښتنه شوې- په پاکستان کې په حکومتي کچه له قهر او غوسې ډک عکس العمل را پارولى دى.

د شنبې په ورځ چې د دې قرارداد په اړه په پاکستاني رسنيو کې خبرونه خپاره شول، نو لومړى د دې هېواد د اطلاعاتو مرکزي وزيرې فردوس عاشق اعوان په لاهور ښار کې رسنيو ته په خبرو کې دغه پرېکړه ليک وغانده. دې دغه قراراد د افغانستان، ايران او پاکستان تر منځ د سولې په اړه د لاسليک شوې اعلاميې عکس العمل وباله:

"په دې قرارداد کې چې د پاکستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې کومه ناوړه هڅه شوې ده، موږ به پر هر ميدان د دې غندنه کوو او وړمه ورځ چې زموږ په شمول د درېوو هېوادونو کومه اعلاميه تصويب شوې، تر هغه وروسته موږ له داسې دسيسو سره مخامخېږو، زموږ حکومتي کابينه، د پاکستان ولس او ټول سياسي ګوندونه پر دې يوۀ ټکې سره همږغي دي چې د پاکستان پر سلامتيا به تود باد هم پرې نه ږدي."

د امريکا په کانګرس کې په وړاندې شوي پرېکړه ليک کې ويل شوي وو، چې بلوچستان د پاکستان، ايران او افغانستان تر منځ وېشلى دى، بايد بلوڅانو ته حق ورکړل شي چې د خپلې خاورې د راتلونکې په اړه پرېکړه دوی په خپله وکړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک وويل، يوې خواته پاکستان له امريکا سره په ګډه د ترهګرۍ په ضد جګړه کوي او دوې مرستې راسره کوي، بل لور ته د پاکستان د خپلواکۍ په خلاف قراردادونه وړاندې کوي:

"په بلوچستان کې هيڅ هم نه شته، هسې يوه نيمه پېښه به شوې وي، هغه دومره را پورته کول او د بلوچستان د ازادۍ قرارداد وړاندې کول د نړېوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف کار دى، زه د امريکا له ادارې، خصوصاً له ولسمشر اباما او د بهرنيو چارو له وزيرې هيلري کلينټن څخه غوښتنه کوم، مهرباني وکړئ پر دې نظر وساتئ، زه له دوې پوښتنه کوم چې په پاکستان کې ولې امريکا ضد افکار موجود دي، لامل يې همدغه دى"

د امريکا د جمهوري غوښتونکېو د غړي روهرابابکر له خوا په وړاندې شوي پرېکړه ليک کې دا هم ويل شوي چې په بلوچستان کې پر بلوڅو باندې ظلم کېږي، بشري حقوق يې تر پښو لاندې کېږي او پرته له دې چې په محکمه کې په کوم جرم تورن وبلل شي، وژل کېږي او مړي يې غورځول کېږي.

په امريکا کې د پاکستان سفيره شېري رحمن وايي لومړى خو دا قرارداد نه، فقط يوه لايحه ده، خو دا چې د امريکا کانګرس ولې د پاکستان د يوۀ ايالت په اړه د داسې ډول لايحې د وړاندې کولو اجازه ورکړې، دا خبره يې له امريکايي چارواکېو سره را پورته کړې ده:

"ما د امريکا د حکومت له لوړ رتبه چارواکېو سره دوه ساعته پر دې موضوع خبرې وکړې، دوى ته مي وويل په پاکستان کې به د دې قراراداد په خلاف له غوسې ډک عکس العمل ووينئ، دوى وويل دا قرارداد په حکومت پورې اړه نه لري او موږ ورڅخه د بېلوالي اعلاميه هم خپره کړې، يوه ورځ مخکې هم د کانګرس ځينو غړيو د بلوچستان پر موضوع يوه غونډه کړې وه، چې د حکومت ځينې غړي يې هم وربللي وو، حکومت له هغې غونډې هم بېلوالى اعلان کړى وو، د دې مانا دا ده چې د کانګرس دغه غړي خپله شخصي خبره کوي، خو ما ورته وويل چې په پاکستان کې خو به دا بېخي په بله مانا وګڼل شي او ډېر په بده سترګه به ورته وکتل شي "

د دې قرارداد په خلاف د خيبرپښتونخوا په ايالتي اسمبلۍ کې هم د شنبې په ورځ يو اعتراض وړاندې شوى، د مسلم ليګ نواز ډلې غړي جاويد عباسي ويلي د امريکا د کانګرس د دغه قرارداد د تصويبېدو مخه بايد ونيول شي.

"يو ځل پخوا مو هم داسې اورېدلي چې امريکا زموږ د هېواد د ماتولو پلان لري، که دوى ته پر دې خبره غوسه ورغلې وي چې موږ د ناټو ځواکونو لپاره اکمالات درولي يا مو شمسي هوايي ډګر پرې خالي کړ، د دې مانا دا نه ده چې دوى به زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او تر دې حده چې وايي له بلوچستان ايالته دي يو بېل هېواد جوړ شي"

هلته د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني هم دغه قرارداد غندلى دى. د پاکستان د دولتي خبري اژانس اسوشيټيډ پريس د خبر له مخې ښاغلي ګيلاني د شنبې په ورځ په کراچۍ ښار کې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې دا د پاکستان پر خپلواکۍ او استقلال باندې حمله ده.

د بلوچستان اعلى وزير نواب اسلم رئيساني هم پر دې پرېکړه ليک باندې نيوکې وکړې او دا يې پر پاکستان باندې د فشار راوستلو يوه دسيسه وبلله.

د يادونې وړ ده چې د روانې مياشتې پر اتمه نېټه هم د امريکا د کانګرس د بهرنيو چارو د کومېټې له خوا د بلوچستان په اړه يوه ځانګړې غونډه شوې وه چې په بلوچستان کې پر بشري ضد اعمالو باندې پکې اندېښنه څرګنده شوې وه او د کانګرس ځينو غړيو په هماغه غونډه کې لا بلوڅانو ته د يوۀ خپلواک بلوچستان غوښتنه کړې وه، چې د پاکستان حکومت يې غندنه کړې وه.

بارکوال مياخېل- پاکستان
XS
SM
MD
LG