د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۷

دا جګړه لا پای ته نه ده رسیدلی


لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼ مطالب او تحلیلونه خپاره کړي چې رضوان مراد په لاندې یوه مطلب کې رانغاړلي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې چې (دا جګړه لا پای ته نه ده رسیدلی) یوه مقاله خپره کړې چې په کې راغلي:

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې واشنګټن هیله لري په راتلونکې ۲۰۱۳میلادي کال په افغانستان خپل پوځي عملیات پای ته ورسوي، خو د ورځپاڼې په وینا په همدغه موده کې به متحده ایالات په ګوانتانامو او نورو ځایونو کې د زندانیانو ساتلو ته هم دوام ورکړي.

نیویارک ټایمز لیکي:

په افغانستان او عراق کې د جګړې پای ته رسیدل په واقعیت کې د نیولو او زنداني کولو پر موضوع کوم اغیز نه لري.

د مقالې لیکونکې وايي، په سنتي ډول داسې ګڼل کیږي چې یوه جګړه هغه مهال پای ته رسیږي کله چې د جګړې په اړه د ولسمشر توان په کمیدو شي.

د نیویارک ټایمز په وینا همدې په کتنه په افغانستان او عراق کې د جګړې پای ته رسیدل باید د اجرائیوي ځواک د پای ته رسیدو په معنا وي، خو د مقالي د لیکونکي په وینا نن ورځ د هغو جګړو چې په خلاصیدو دي او د هغو جنګونو ترمنځ چې د زنداني کولو د توجیح کولو لپاره کیږي، کوم ربط موجود نه دی.

نیویارک ټایمز زیاتوي:

په اصل کې د افغانستان جګړه د تروریزم ضد د پخواني ولسمشر جورج بوش د جګړې یوه برخه ده، چې تر ډیره حده په خبرو او باټو ولاړه وه، خو کله چې ولسمشر اوباما واک ته ورسید نو د تروریزم ضد جګړې شعار يې تر شا کړ او د افغانستان او عراق پر مسلو يې زیات تمرکز وکړ.

د نیویارک ټایمز په وینا داسې فکر کیده، چې جګړه به اوس د پخوا په مقایسه اوس زیاته اداره کیږي.

ورځپاڼه وړاندې وايي:

په یوې مشخصې حوزه کې جګړه احتمالا داسې یو جنګ وي چې په هم هغه سیمه کې د دښمن په ماتولو سره پای ته ورسیږي، خو داسې نه وه ځکه د القاعدو غړو پاکستان ته مخه کړې وه او له همدې امله د جګړې لمن پراخه شوه.

انډیپینډینټ:

لندن چاپ انډیپینډینټ ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د فقر او بې وزلۍ په اړه یو مطلب لیکلی دی.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي په فقر کې ژوند کوي، وچکالۍ او د خوراکي موادو په بیو کې لوړوالی وضیعت نور هم پسې خراب کړی دی.

انډیپنډینټ وړاندې لیکي:

که څه هم چې د نړېوالو په مرستو په افغانستان کې پرمختګونه شوي او د مور او ماشوم د مړیني سطحه نیمايي ټیټه شوې خو دا پرمختګونه د خوار ځواکۍ له امله له ګواښ سره مخامخ دي.

ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې په کلني ډول د لازمو خوراکي موادو د نشتوالي په نتیجه کې شاوخوا دیرش زره ماشومان مړه کیږي.

د مقالي د لیکونکي په وینا زیاتره دغه ماشومان د سینه بغل او نست ناستي په شان نارغیو په وړاندې مقاومت نشي کولی او له همدې امله په کم عمرۍ کې مړه کیږي.
XS
SM
MD
LG