د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

"مشرف د اسامه په ځای خبر و، خو ځان يې غلی کړی و"


د پاکستان په پخواني جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف باندي تور لګول شوی چې نوموړی په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن په ځاي خبر
د پاکستان په پخواني جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف باندي تور لګول شوی چې نوموړی په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن په ځاي خبر
له کومې ورځې چې د امریکا خاصو ځواکونو په ایبټ اباد کې یعنې د پاکستان پوځۍ اکاډمۍ ته څېرمه د اسامه بن لادن څرک ولګاوه او په حملې کې یي هغه وواژه، د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکې خړپړ شوي او دا پوښتنې راپورته شوې چې د اسامه د ځای په اړه څوک پوهیده؟

د بشر په تاریخ کې تر ټولو سخت غوښتل شوی کس څنګه د پاکستان په یوه خاص پوځې محل کې اوسیده او پنځه کاله یي هلته تېر کړل؟ دا څنګه کیدای شي، چې د پاکستان استخباراتې اداره (اي ایس اي) دې ورباندې خبره نه وي؟ او که دا اداره له لومړي سره خبره وه؟دا مهال نوي تورونه لګل شوي.

د پاکستان د استخباراتې ادارې (اي ایس اي) پخوانی مشر جنرال ضیا الدین خواجه بټ وایي، جنرال مشرف پوهیده چې اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې دی.

بټ له ۱۹۹۷ کال څخه تر ۱۹۹۹ کاله پورې د اي ایس اي رئیس و. د څلورو ستورو دغه جنرال په ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کال کې د پاکستان او هند تر منځ جګړو کې برخه هم اخیستي وه.

جنرال ضیاالدین خواجه د پوځ د ستراتېژیکې پلانونو د څانګې لومړنی مشر و او د پاکستان د اټومي وسلو پروګرام د همدي ادارې تر واک لاندی دی.

په ۱۹۹۷ کال کې نواز شریف، ضیاالدین د اي ایس اي رئیس وټاکه او د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په۱۲ مه نیټه یي د پاکستان د پوځ د لوي درستېز په څوکۍ وټاکه او په همدي وخت کې یي جنرال مشرف له دندې لیري کړ.

مشرف هغه مهال کودتاه وکړه او د شریف تخته یي واړوله. جنرال مشرف ضیاالدین خواجه بټ دوه کاله په بند کې وساته او وروسته یي له پوځ څخه وشاړه، د هغه ملیکتونه یي ضبط کړل او د تقاعد له ښیګڼو یي هم محروم کړ. همدا دلیل دی چې دی د مشرف پر ضد سختې خبرې کوې.

د اي ایس اي پخوانی مشر جنرال ضیاالدین خواجه وایي، اسامه بن لادن ته د ایبټ اباد کور، په لاهور کې د اي ایس اي د څانګې مشر جنرال اعجاز شاه برابر کړی و او دا جنرال د مشرف له خوا په دندې ټاکل شوی و.

مشرف وروسته نوموړی جنرال د استخباراتې ادارې مشر وټاکه او د پاکستان د استخباراتي ادارو جاسوسي به یي کوله.

د جنرال ضیاالدین په وینا، جنرال اعجاز شاه اسامه بن لادن ته په ایبټ اباد کې کور برابر کړ تر څو نوموړی د نړیوالو له نظره پټ وساتې او مشرف پدی ټولو شیانو خبر و.
XS
SM
MD
LG