د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

په شمالي وزيرستان کې بې پيلوټه الوتکو شپږ وسلوال ووژل


د پاکستان پر قبايلي سيمه شمالي وزيرستان باندې د امريکا د بې پيلوټکه جاسوسي الوتکو له خوا نن په يوۀ تاز بريد کې شپږ پاکستاني وسلوال طالبان وژل شوي دي.

دا بريد د شمالي وزيرستان په سپلګاه نومي ځاى کې شوى چي تېره اوونۍ هم پکې دوه بريدونه شوي وو.

وروسته له هغه چي په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو څرخي الوتکو د مومندو په قبايلي سيمه کې د پاکستاني پوځ پر پوسته باندې په بريد کې شپږويشت پاکستاني پوځيان و وژل، په پاکستان کې د دې بريد او په قبايلي سيمو کې د امريکايي بې پيلوټه جاسوسي الوتکو د بريدونو په خلاف له قهر او غوسې ډک احتجاجونه وشول چي له امله يې په دغو بريدونو کې کموالى راغى، خو د ٢٠١٢م کال له پيلېدو سره دغه بريدونه بيا پيل شول.

د پنجشنبې په ورځ سهار وختي پر شمالي وزيرستان باندې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په تازه بريد کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له سيمې څخه د تر لاسه شويو خبرونو له مخې دا بريد نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې له ميرانشاه څخه جنوب لور ته په شپاړس کيلو ميټرۍ کې پرته د سپلګه په سيمه کې پر يوۀ کور باندې شوى دى، د سيمې خلک وايي، د بريد له امله کور په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

په شمالي وزيرستان کې حکومتي او استخباراتي مقاماتو دا بريد تاييد کړى او ويلي يې دي چي د بې پيلوټه جاسوسي الوتکو له خوا پر يوۀ کور دوه توغندي ور وتوغول شوي، شپږ تنه يې وژلي او څلور يې ټپيان کړي دي.

که څه هم دغو مقاماتو په بريد کې د وژل شويو کسانو نومونه څرګند نه کړل او دا ونه ويل چي دوى څوک او له کومې ډلې سره يې تړاو درلود، خو په سيمه کې يوۀ حکومتي مسوول- چي نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي- ازادۍ راډيو ته وويل چي په دې کور کې ځايي وسلوال طالبان اوسېدل چي بريد ورباندې وشو.

داسې ګنګوسې دي چي د القاعده ډلې او د پاکستاني وسلوالو طالبانو ځينې مهم مشران په شمالي وزيرستان کې پټ دي او له دې ځايه په افغانستان کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو د بريدونه پلانونه جوړوي، له همدې امله د امريکا جاسوسي الوتکو دغه سيمه د خپلو وروستيو بريدونو هدف ګرځولې ده.

د فبرورۍ پر اتمه او نهمه هم په همدې سپلګه نومي ځاى کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په دوو بريدونو کې څورلس تنه وسلوال وژل شوي او درې ټپيان شوي وو. په روان کال کې دا شپږ بريد دى چي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو له خوا په شمالي وزيرستان کې تر سره کېږي.

دا بريدونه په داسې حال کې تر سره کېږي، چي پاکستان يو ځل بيا په دې هڅه کې دى چي له امريکا سره خپلې خرابې اړيکې سمې کړي، د پاکستان د دفاع وزير احمدمختار وړمه ورځ اعلان وکړ چي په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته به د لنډ مهال لپاره له خپلې فضا څخه د اکمالاتو د انتقال اجازه ورکړي.

پاکستان غوښتنه کوي، چې امريکا دې د بې پيلوټه جاسوسي الوتکو ټيکنالوژي د دوې په واک کې ورکړي چې په وسيله يې دوې په خپله په قبايلي سيمو کې د ترهګرو پناه ځايونه له منځه يوسي.
XS
SM
MD
LG