د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

ایران نوي اتومي پروژې پرانیستلې


د ایران ولسمشر نن په تهران کې نوې اتومي پروژې پرانیستلې. دا پروژې په داسې وخت کې پرانیستل کیږي چې په وروستیو کې په قم کې د یورانیمو د غني کیدو د یوه نوي مرکز پر سر پر ایران د نړیوالو فشار زیات شو او نوي بندیزونه یې پرې لګولي.
د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد درې نوي اتومي پروژې پرانیستې. د پرانیستلو مراسم د ایران ملي تلویزیون مستقیم خپاره کړل.
په تهران کې د ایران د اتومي سازمان په مرکز کې احمدي نژاد لومړی ریکټور ولید چې ایرانیانو جوړ کړی دی.
ولسمشر بیا د یوه ویډیو کنفرانس له لارې دوه نورې پروژې دایران په مرکزي سیمې نطنز کې پرانیستې.
دغه اتومي بټۍ به دا توان ولري چې یورانیم شل فیصده غني کړي. په دې بټیو کې به نوی سنټرفیزونه نصب شي چې تر پخوانیو به یې د یورانیمو د غني کولو قدرت زیات وي.
د دغو اتومي پروژو د پرانیستو پر مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي او د اتومي پروګرام مشر محمد عباسي هم وو.
د ایران ملي تلویزیون د فاردو د یورانیمو د غني کیدو پروژې ته اشاره ونه کړه چې په وروستیو کې په قم کې فعاله شوې ده. مخکې داسې اټکل کیده چې دا پروژه به د ایران ولسمشر پرانیزي.
دغه مرکز د تهران په جنوب کې یوسل او شپیته کیلومتره لرې پروت دی. دا مرکز دا وړتیا لري چې یوارنیم د درې نیمو او څلور کچې ته غني کړي.
د تهران ریکتور په نولس سوه اووه شپیتم کال کې پرانیستل شوی دی د دې ریکتور د سون مواد په پیل کې ارجنټاین برابرول خو بیا څو کاله وروسته دا پروژه له کاره ولویده. وروسته بیا روسیې او فرانسې د سون موادو د برابرولو ژمنه وکړه خو دا پروژه درې کاله مخکې ناکامه شوه چې بیا ایران هڅې پیل کړې چې یورانیم شل فیصده غني کړي او دا پروژه په خپله سمه فعاله کړي.
د یورانیمو غني کول د اتومي انرژۍ او اتومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره ضروري دي.
د ایران د اتومي نویو پروژو له پرانیستلو داسې ښکارې چې ایران نړیوالو فشارونو ته سر نه ټیټوي او خپل اتومي فعالیت ته دوام ورکوي.
XS
SM
MD
LG