د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

″د سولې په خبرو کې پرمختګ د افغان حکومت لپاره بریا ده″


ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په اسلام اباد کې د امریکا د سفیر په حواله لیکلي، چې په قطر کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې کمیرون منټر د پاکستان له یوې خبري رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، که په دې خبرو کې کوم پرمختګ وشي، نو دا به د افغان حکومت لویه بریا وي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه زیات رپورټونه خپاره شوي، خو دا لومړې ځل دې، چې کوم امریکایی چارواکی په دې خبرو کې د افغان دولت د ښکیلتیا خبره کوي.

‍سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم همدغه مساله راخستې او په اسلام اباد کې د امریکا د سفیر په حواله لیکلي، د اوس لپاره دا خبرې د افغانانو ترمنځ روانې دي، خو که پاکستان وغواړي، چې د حقاني شبکې سره خبرې وکړي، نو په دې بهیر کې ورګډېدای شي.

خو هیڅ یوې ورځپاڼې دا نه دي لیکلي، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ دا خبرې کله پیل شوي او په هغو کې د افغان حکومت استازیتوب څوک کوي؟

خو ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د سولې د عالي شورا په حواله په یو مطلب کې لیکلي، چې په قطر کې لا د امریکا او طالبان ترمنځ رسمي خبرې نه دي پیل شوي.

ورځپاڼې د دې شورا د بهرنیو اړیکو د مسوول دا څرګندونې راخستي، چې ویلي، روانې خبرې تر ډیره د هغو خنډونو د پورته کولو لپاره دي، چې د سولې د اصلي خبرو په وړاندې موجود دي.

د ورځپاڼې په وینا د سولې د اصلي خبرو له پیل وروسته به د سولې د عالي شورا یو پلاوی هم دوحې ته ولاړ شي، خو ورځپاڼه لیکي، چې اساسي ستونزه دا ده، چې طالبان له افغان دولت سره خبرو ته لیواله نه دي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې هم د امریکا د سفیر په حواله لیکلي، چې د پاکستان له حکومت سره خبرې هله ممکنې دي، چې دغه هیواد د حقاني شبکې سره خبرو ته حاضر شي.

خو ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا د یو پاکستانی خبریال په حواله لیکلی، چې پاکستان له مخکې نه په دې خبرو کې ښکیل وو، امریکا ترې د منځګړیتوب غوښتنه کړې وه او پاکستان د طالبانو ځینې مشران هڅولې، چې قطر ته ولاړ شي.

خو له دې سره سره ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په وړاندې د پاکستان ژمنتیا ته د شک په سترګه کتلي او لیکلي، چې اکثره خلک په دې باور دي، چې دغه هیواد د سولې نه بلکې په کابل کې د واک د ویشلو هڅه کوي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې هم د پاکستان هلو ځلو ته په اشارې لیکلي، چې دغه هیواد غواړي په یو نه یو ډول د قطر په بهیر کې ځان ښکیل کړي.

ورځپاڼې لیکلي، پداسې حال کې، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، ددغه هیواد د استخباراتو مشر په قطر کې طالب مشرانو ته د ملا عبیداله د مړینې خبر ورکړ.

ورځپاڼې وړاندې دا هم لیکلي، چې ملا عبیداله په خپل مرګ ندې مړ، بلکه پاکستان وژلې او هڅه کوي، چې طالب مشران پرې وګواښوي، چې ددوی شرایط ومني.

ورځپاڼې دې مسئلې ته په اشارې افغان دولت او وسله والو مخالفینو ته یی سپارښتنه کړې، چې باید په دې پوه شي، چې پاکستان یو باوري ملاتړ کوونکې ندې.

هیواد دولتي ورځپاڼې روانو هڅو ته په اشارې یو ځلې بیا خپله پخوانۍ نغاره غږولې او ویلي، چې په افغانستان کې د سولې هڅې یوازې هغه وخت ښه نتیجه لرلې شي، چې مشري یی افغان حکومت وکړي.
XS
SM
MD
LG