د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

د سړکونو نيمګړي کارونه او نيمګړې ژمنې


امريکايي ماليه ورکوونکو د اجمل حساس په نامه يوه قراردادي ته په مليونونو امريکايي ډالره د دې لپاره ورکړي چې د طالبانو د مهمو سيمو په ځينو کليو کې ولګول شي.

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبريال په خپل راپور کې وايي د درېيو کلونو په موده کې د امريکا په مشرۍ د سړک جوړونې پروژه چې نژدې ٣٠٠ مليونه ډالره لګښت پرې راغلى، لږه لاسته راوړنه لري.

د ښاغلي حساس د يوولس کيلومترو په اوږدوالي د سړک جوړونې پروژه هغه وخت له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوه، چې د ده امنيتي ساتونکو پر ځينو هغو کليوالو ډزې وکړې، چې حساس هڅه کوله د خپلو امريکايي مالي مرستندويانو په مالي مرستو يې خپل کړي.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه ليکي، حساس يو مهم سړى دى چې ٤٠٠ مليونه ډالره پانګه او د نړيوال پرمختګ د کمپاين يوه موسسه لري، چې د افغانستان په ډېرو ليرې پرتو سيمو کې به د ١٩٠٠ کيلومترو په اوږدوالي سړکونه جوړوي.

د امريکايي چارواکو په حواله، د درېيو کلونو په موده او د ٢٧٠ مليونه ډالرو په لګښت يوازې د څه باندې ١٦٠ کيلومترو په اوږدوالي د شګلنو سړکونو کارونه بشپړ شول.

د امريکا پرمختيايي اداره يا USAID وايي، د دې پروژې د مخنيوي لپاره د سخت دريځو وسلوالو په بريدونو کې تر ١٢٥ زيات کسان ووژل شول او ٢٥٠ نور ټپيان شول. تر دې چې امريکايي ادارې د دې پروژې چارې په ډسمبر مياشت کې ودرولې.

په دې توګه د افغانستان ليرې پراته کلي چې ټاکل شوې وه د امريکا له دې پروژو ګټه واخلي له نيمګړو سړکونو او ژمنو سره پرېښودل شول.

په افغانستان کې د امريکا د بيارغونې د ٨٥ مليارده ډالري پروګرام د يوې برخې په توګه د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې يا USAID له ٢٠٠٢م کال راهيسې ١٥ مليارده ډالره لګولي، چې تر بل هر هېواد زياتې پيسې دي.

د هلمند د کجکي بند د رغونې هڅې چې ٢٦٠ مليونه ډالره ورته ځانګړي شوي، متزلزل ښکاري او دا پروژه نيمګړې پاتې ده. هاخوا تر کابل دباندې د ٣٠٠ مليونو ډالرو په ارزښت د برېښنا د توليد د يوې پروژې تړون، تر اټکل شوې اندازې دوه برابره زيات لګښت غواړي، دغه پروژه هم نيمګړې پاتې ده، افغانستان له ګاونډيو هېوادونو پر واردې شوې ارزان بيه برېښنا زيات تمرکز کړى دى.

USAID وايي په افغانستان کې پر سړکونو د شګو اچولو لپاره پر هر څه باندې يو نيم کيلومتره باندې نژدې ٢٩٠ زره ډالره په پام کې نيول شوې وه. خو امريکايي ماليه ورکوونکو نژدې پر هر څه باندې يونيم کيلومتره سړک باندې ٢ اعشاريه اته مليونه ډالره ورکړي، دغه شګلن سړکونه د IRD له خوا بشپړ شوي، چې دا کار ډېر ګران تمام شوى دى.
XS
SM
MD
LG