د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۶

پاکستان کې د طالبانو له يوې ډلې پر افغان پوستو د حملې نه کولو غوښتنه


په پاکستان کې د وسله والو طالبانو یوې عمده ډلې په نورو وسله والو ږغ کړی دی چې له افغانستان سره په پوله سیمو کې د پوځ پر پوستو د حملو نه کولو تړون ته خپل تعهد ټینګ وساتي

وسله والو کسانو له ډيرې مودې راهیسې له افغانستان سره په پوله د شمالي وزیرستان قبایلي سیمه په افغانستان کې د تخریبي عملیاتو په خاطر د پناه ځاي په توګه کارولې ده .

امریکايي چارواکو پر پاکستان تور لګوي چې په سیمه کې د یو شمیر وسله والو ډلو ملاتړ کوي په خاص ډول د حقاني شبکه چې ویل کیږي هلته خوندي ده .خو اسلام اباد دا ډول تورونه ردوي.

د حقاني د شبکې د عملیاتو مشر سراج الدین حقاني د هغه پینځه کسیزه رهبرۍ شورا غړی دی چې د شنبې په ورځ یې یوه اعلامیه یې خپره کړې ده او پر وسله والو کسانو یې ږغ کړی چې په شمالي وزیرستان کې راکټي او بمي چاودنې بندې کړي .

د دې اعلامیې یوه کاپي د اسوشیتد پرس له خوا خپره شوې ده او په یوه برخه کې یې راغلي چې : په شمالي وزیرستان کې موږ ټولو له پاکستاني حکومت سره موافقه کړې نو موږ ته ښايي چې خپل تعهد ټینګ ته پاتې شوو او هیڅ څوک د دې تعهد د ماتولو اجازه نه لري.

اعلامیه وايي چې هر هغه څوک چې دا تړون مات کړي ، هغه ته به د مجرم په سترګه وکتل شي.

د اسوشیتد پرس اژانس لیکي چې په نورو سیمو کې وسله والو حملو ته په کتلو داسې ویل کیدلای شي چې وسله وال غواړي شمالي وزیرستان د یوه پناه ځاي په توګه له حملو څخه خوندي وساتي . په شمالي وزیرستان کې د سراج الدین حقاني په ګډون د رهبرۍ شورا د جنورۍ د میاشتې په پيل کې رامنځ ته شوه .

د دې شورا له رامنځ ته کیدو څخه وروسته هم په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په ضد حملې شوې دي.

حقاني د دې شورا یوازینی افغان غړی دی. د شورا نور غړي پاکستانیان دي . حکیم الله محسود او ولي الرحمن ، پيژندل شوی قوماند ان حفیظ ګل بهادر او مولوي نذیر د دې شورا غړي دي چې پاکستانیان دي.

دا شورا د القاعده شبکې په ملاتړ رامنځ ته شوه او هدف یې په پاکستان کې د وسله والو دډلو ترمنځ د اختلافاتو له منځه وړل دي. د پاکستاني طالبانو ترمنځ د اختلاف یوه موضوع دا وه چې خپلې حملې پر کوم ځاي متمرکزې کړي.

تردې مخکې د پاکستاني طالبانویوې ډلې د اسلام اباد د حکومت د له منځه وړلو لپاره اوځینې نورو یې په افغانستان کې پر اهدافو حملې کولې.

د پاکستان پوځ له څه مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو په ضد عملیات کوي خوتر اوسه یې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له ترسره کولو ډډه کړې ده .

سره له دې چې د پاکستان پوځ په سیمه کې تقریبا څلویښت زره عسکر لري، پوځ وايي چې د دوي ځواکونه په نوروسیمو کې ډير تر فشار لاندې دي نو په شمالي وزیرستان کې عملیات نه پيل کوي.

ګڼ شمیر کارپوهان په دې باور لري چې د پاکستان د پوځ اود حقاني د شبکې ترمنځ نږدې روابط د دلیل دی چې پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیاتو ته زړه نا زړه دی.

د پاکستان پوځ تر دې مخکې هم د پاکستاني طالبانو د رهبرۍ د شورا له دوو نورو قوماندانانو بهادر او نذیر سره د سولې موافقې کړې وې.

داسې ګومان کیږي چې افغان طالبان به هم په پاکستان کې، په خاص ډول په بلوچستان او د پاکستان د جنوب لویدیز په نورو سیمو کې پټيږي.

د پاکستان قبایلي ملیشو د یک شنبې په ورځ د افغانستان پر امنیتي ځواکونو تور ولګاوه چې په خپل سره د بلوچستان خوا ته ور اوښتي دي او دری تنه نیولي دي .

ویل کیږي دا دری تنه هغو وسله والو ته په پناه ورکولو تورن دي چې په افغانستان کې حملې ترسره کوي.
XS
SM
MD
LG